نظــر

د «شیخ اسامه» مېرمن هغه څه رسوا کړي چې امریکایانو پټ کړي و

د شیخ شهید اسامه بن لادن رحمه الله مېرمنې «امل اصداح یمنۍ» هغه څه رسوا کړي چې امریکا يې د پټولو لپاره پراخ تبلیغات وکړل.

مېرمن «امل»  د شیخ اسامه رح د شهادت پر مهال له ده سره په پورتني پوړ کې وه او ددې د سترګو مخامخ اسامه شهید شو.  نوموړې هغه حقیقت چې امریکا له نورې نړۍ پټ کړی په اړه «عکاظ سنټر»  ورځپاڼې ته ويلي چې « کله ددوی پر کور برید پیل شو او عسکر له الوتکو ښکته شول، نو پر جګړې يې پیل وکړ، ددوی سره هغو ورونو چې د کور دننه موجود و، جګړه پیل کړه، دغه جګړه درنه او  سخته وه. »  نوموړې زیاتوي چې « د جګړې پر مهال امریکايي سمندري ځواکونه او پاکستاني ځواکونه موجود و، دوی کور محاصره او  په سیمه کې خپاره شول، ددوی شمېر زښت زیات و.»

امل زیاته کړې چې «  وسله وال ځواکونه کور ته په ډیره ځغاسته ننوتل، شیخ اسامه  د جګړې په پيل کې وسله  راواخسیته او د کړکۍ له لارې يې ډزې پیل کړې، ددغو ډزو پر مهال په یوه مرمۍ پر مخ  ولګېد، په همدې ساعت شیخ اسامه پر ځمکه ولوېد او په شهادت ورسېد.»

امل وايي چې « دا د لوی الله جل جلاله لورېينه وه چې د شیخ اسامه  جګړې او شهادت له څو دقېقو څخه زیات وخت ونه نیولو، تر دې وروسته امریکايي ځواکونه کوټې ته راننوتل، دوی د شیخ اسامه جسد مړ وموندلو، نو د شیخ جسد يې پورته کړ او د الوتکې پر لورې یې روان کړ، د شیخ د جسد سره د امریکا د بحري ځواکونه څو پوځي افسران مل روان و، دوی الوتکې ته پورته شول او  تر لږې  مسافې تګ  وروسته الوتکه کې چاودنه وشوه، څوک چې په الوتکه کې و د ټولو غوښې هم مالومې نشوې او د الوتکې هم ځينې ټکړې پاتې شوي.»

نوموړې وايي چې «دوی له دې امله د شیخ اسامه د شهادت خبر په دې توګه پټ وساتلو ځکه اوباما او سپېنې ماڼۍ  ددغو عملیات په ژوندۍ بڼه کتل  او دوی غوښتل څو د شیخ اسامه  جسد نړۍ ته ښکاره کړي او خپل بریا ثابته کړي  لیکن الله ددوی پلان شنډ کړ .»

نوموړې وايي چې له همدې امله دوی  د شیخ د جنازې مراسمو په اړه خورا زیات تبلیغات وکړل چې ګنې دوی  د شیخ جسد بحر ته غورځولی خو الله شیخ اسامه په ژوند او مرګ د دښمن له مکر و چل څخه وساته.

شیخ اسامه د ۲۰۱۱ ز کال د مۍ په ۲مه د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په شهادت ورسېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x