شعـــــرونه

غزل/ صفي الله بهار

صفي الله بهار

ډېر ملامت یم درته ګرانه تاته پاتې راغلم
بښنه غواړمه جانانه تاته پاتې راغلم

په ما باور اوکړه جانانه باور مه ماتوه
له مجبورۍ نه زه قربانه تاته پاتې راغلم

پوره مې نکړلې اشنا تاسره کړې وعدې
اوښکې مې څاڅې له خفکانه تاته پاتې راغلم

د مرګ تر خولې ورپسې لاړم خو ناکامه شومه
پوره مې نکړلې ارمانه تاته پاتې راغلم

هڅه مې اوکړه چه دې اوګنډم را ټول دې کړمه
راټول مې نکړلې ګریوانه تاته پاتې راغلم

زه له غروره دنګ دنګ تلم خو تر تا نه رسیدم
ماتې مې اومنه اسمانه تاته پاتې راغلم

نصیب مې کم دی زه بهــار له چا ګیله نکوم
زه ګیله من یم له خپل ځانه تاته پاتې راغلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x