افغانستان

ولسمشر غني د «کاسا-۱۰۰۰ پروژې» دویمه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روان شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د «کاسا -۱۰۰۰ پروژې» د هېوادونو په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روان شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني به د دغه یو ورځني سفر پر مهال په دغې ناستې کې پر ګډون او وینا سربیره د تاجکستان جمهوررئیس امام علي‌رحمان سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

غني به د دغې ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره هم وګوري او په یو لړ اقتصادي، سوداګرایز، ترانزیتي او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه مسایلو باندې خبرې وکړي.

ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه‌زمان میوندي هم ملتیا کوي.

د یادونې وړ ده چې د کاسا -۱۰۰۰ د برېښنا پروژه د تاجکستان او قرغیزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

د کاسا -۱۰۰۰ برېښنا پروژه د افغانستان د ۶ ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو څخه تیریږدي او ټاکل شوې چې د دغې پروژې ګټې اخېستنې سره به افغانستان ۳۰۰ میګاواټه برېښنا او د کال ۴۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي.

د کاسا -۱۰۰۰ پروژه د ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري چې ۱۰۰۰ میګاواټه به ترې پاکستان ته ولېږدول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x