افغانستان

غني او نوازشریف په تاجکستان کې سره ګوري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې سره ګوري.

دغه لیدنه به د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د غړو هېوادونو د دویمې ناستې په څنډه کې کیږي.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال وايي چې غني او شریف به د اقتصادي او سودګرایزو مسایلو او د ترهګرۍ سره د سیمه ییزې ګډې مبارزې باندې خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړې چې ولسمشر غني به په دغه لیدنه کې یو ځل بیا د پاکستان څخه د ترهګرو پر ضد له تفکیک پرته د مبارزې غوښتنه وکړي.

افغانستان او پاکستان مشران په داسې حال کې له یوه بل سره ګوري چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د امریکا تر مستقیم نظارت لاندې د نظامي عملیاتو د پیلوو خبر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د کاسا -۱۰۰۰ د برېښنا پروژه د تاجکستان او قرغیزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

د کاسا -۱۰۰۰ برېښنا پروژه د افغانستان د ۶ ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو څخه تیریږدي او ټاکل شوې چې د دغې پروژې ګټې اخېستنې سره به افغانستان ۳۰۰ میګاواټه برېښنا او د کال ۴۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي.

د کاسا -۱۰۰۰ پروژه د ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري چې ۱۰۰۰ میګاواټه به ترې پاکستان ته ولېږدول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x