افغانستان

د حزب اسلامي مشر حکمتیار خبري کانفرانس / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي مشر حکمتیار په کابل کې نن ورځ یوه خبري کانفرانس ته وینا وکړه، لومړی یې د روانو جریاناتو په اړه خپل نظر څرګند کړ او بیا یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې ددوی ځیني دریځونه په ناسمه توګه تعبیریږي چې دی یې په اړه وضاحت کول غواړي.
حکمتیار وویل چې د ۳ ګوندونو د ایتلاف مخالف نه دی بلکې هر سیاسي ایتلاف د افغانستان په ګټه بولي تر څو چې پر سیاسي پروسې باور لري.
نوموړي همداراز وویل چې د ټولو ګوندونو څخه غواړي چې د افغانستان د ثبات او ارامي لپاره سره متحد شي او ددغه معضلې د حل لپاره لاره ولټوي.
حکمتیار د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې افغانستان د اضافي ځواکونو را لیږل بې ګټي دي، په تیرو ۱۷ کلونو کې افغان حکومت او امریکا ونه توانېده چې جګړې ته د پای ټکی کښيږدي اوس هم نه شي کولای.

نوموړي وویل چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د یوه مشخص هیواد له لوري پر افغانانو وسلې ویشل کیږي او حکومت په خبر دی، خو څه نه شي کولای، ځکه چې حکومت کمزوری دی.
حکمتیار وویل چې داعش او طالبان فرق نه لري، بلکې داعش د طالبانو څخه یوه جلا شوې ډله ده چې پر جګړې باور لري، حزب اسلامي ددواړو په وړاندي یو موقف لري.
نوموړي یو ځل بیا وویل چې په خبري کانفرانس کې ښځينه ژورنالیستانو ګډون نه دی کړی او نارینه وو سره یې انډول نه دی برابر، او زیاته یې کړه چې په دې وروستیو کې د حزب اسلامي په اړه د ښځو سره د چلند په اړه ډېر تبلیغات شوي دي، دی غواړي چې د ښځینه ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وواي.

د حکمتیار د خبري کانفرانس بشپړه ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزيزالله عاجز

اي دقدرت ليوني حکمتياره دونيا او اخيرت خو دي دڅو ډالرو او قدرت دپاره خراب کړل ځکه چي تاته طالبان او داعش فرق نه لري؟ ته وايي چي داعش دطالبانو څخه جلاشوي ډله ده هغه وخت چي داعشانو دطالبانو دجنګ په ليکوکي وجود درلودې هغه وخت يي ديو مجاهد په نوم ږغ کوي لکه تاچې دروسانو په وخت کي دمجاهد په نوم ږغ کوي نن چي دداعش نوم امريکايانو منځته راوړي داعشانو خپله دغه دداعش نوم د ځان دپاره انتخاب کړي دمجاهدنوم يي دځان څخه لري کړي لکه تاچې دمجاهد نوم دځان څخه لري کړي دغربي نړي ملګرتيا دي دځان… نور لوستل »

اقبال

حکومتیار د نفس مقابل جهاد کی هغه وخت ماته وخوړله چه د امریکایانو سره یی د سوړ جنګ دغلامی تړون لاسلیک کړو ، یعنی د روسانو سره د جهاد په اولو څو کلو کی . له هغه وروسته هغه بدمرغه شوی له اسلامه خو وتلی له افغانیت او انسانیت یی هم مجله وکړه یو ګروپ یی ورته د کابل غلامه اداره کی سهمیه ورکړه او دوهم ګروپ یعنی همدی حکومتیار ته یی د مقاومت په ضد دنده ورکړه چه جنګ به د طالبانو سره کوی او جهادی شعارونه به زمونږ ( امریکایانو ) په ضد زمزمه کوی ، کله چه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x