attack on police-sarobi1

کابل: دسروبي ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ د طالبانو د برید وروسته انځورونه 2014-2-21

نن ټکی آسیا: نن سهار وختي شپږ بجې د کابل ولایت دسروبي ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ دطالبانو له لوري ډلیز سرتیری برید شوی ، چي په ترڅ کې طالب سرښندونکي دامنیه قومندانۍ مرکز ته په ننوتلو بریالي شوي، او هلته یې له خپلو سپکو او درنو وسلو نه په استفاده پرمیشتو عسکرو او دولتي منسوبینو جګړه پیل کړې، د طالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد په وینا جګړې څلور ساعته دوام وکړ، چي په پایله کي یې د نوموړي په وینا 37 تنه مړه، ۱۲ ټپيان او ۸ عرادې موټر ویجاړ شول.

 نوموړی زیاتوي چې لومړی دولسوالۍ پرمرکز ددوئ یو تن فدایي مجاهد له منفجره موادو ډک یو موټر ته انفجار ورکړ چې په مخکې شته ټول امنیتي خنډونه یې له مینځه یو وړل او نورو فدايي مجاهدینو ته یې دننوتلو لار خلاصه کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چي جګړې یو نیم ساعت دوام وکړ، او یوازي د وه تنه پولیس په کښي ټپيان شول، او د کابل – جلال اباد لاره وتړل شول، او د قومندانۍ ودانۍ ته زیان ورسید.

لاندي انځورونه د نن ورځي د جګړې وروسته هغه مهال اخیستل شوي، کله چي بهرنیو او کورنو ځواکونو سیمه د خبریالانو او ژورنالیستانو پر مخ د انځور اخیستني لپاره خلاصه کړه.

په انځورونو کي ښکاري چي د پولیسو د کومک لپاره د ملي اردو اوبهرنیو ځواکونو عسکر هم سیمي ته بلل شوي.

attack on police-sarobi

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTVhNTAwY2QwYjU1MGFiZWE4ZDczYjYzOGYzMjgyOTkw?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTIwYjMwYTg1YWNiMDRjMzgwNmEzYWJmYjk2YjFmZDhl?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTM5NzM4MGE3YmM4YWJiNGYwNTA5OTM0N2QzYmM5YzBl?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPWRlNjQwYmI4MDhkZGNmZmZiYjVhNzM2YzRkZGRlYzEy?height=600

http://s7d2.scene7.com/is/image/TWCRoadRunner/_2014-02-21T04-25-23_1fa9fb78545970074c0f6a70670049e4?hei=600&op_sharpen=1

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTY4ODU5YTA5NzEzMDhmNWUwMTYyMTAxYzZkNjU0MGU5?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTZmMTBjMzc5OTdmYmU3OGMyYmFhYTVhMDY0NTNmZjYy?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTIwYmVhYWIzNDEyOTdkZGE1MzJkZDcyZTk0NzBlZjZk?height=600

http://s7d2.scene7.com/is/image/TWCRoadRunner/_2014-02-20T10-50-10_1ebcf6d3304b58074c0f6a7067001972?hei=600&op_sharpen=1

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د