کندوز د دریم ځل سقوط په درشل کې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

په داسې حال کې چې د ګډ حکومت چارواکي د افغانستان په اړه د ډونلډ ټرمپ د نوې پوځي ستراتیژي د اعلان او افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د رالیږلو په هیله دي د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې جګړې زور نیولی او ورځ تربلې نا آمني مخ پر زیاتیدو ده.

کابل ته د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مکین او ورسره پنځه کسیز پلاوي له رسیدو او دلته افغان لوري ته د امریکا د اضافي پوځي او لوجیستیکي مرستو له ژمنو سره سم یو ځل بیا پر کندوز ښار د وسله والو مخالفینو ( طالبانو) بریدونو شدت موندلی او نیږدي ده چې د دریم ځل لپاره دا ښار د هغوي په لاس سقوط وکړي.

د طالبانو په لاس د کندوز د دریم ځل سقوط احتمال په داسې حال کې قوي کیږي چې تر بل هر وخت زیات دولتي ځواکونه په یاد ښار کې د فوق العاده احضاراتو او تیارسۍ په حال کې قرار لري.

همدا راز امریکايي سناتور په ټینګه له ډونلډ ټرمپ څخه افغانستان ته د نورو اضافي سرتیرو د را لیږلو غوښتنه کوي.

که څه هم چې امریکايي سناتور جان مکین په افغانستان کې د ناامنیو پړه پر پاکستان ور اچوي او له دې هیواده غواړي چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو تر نظارت لاندې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پوځي عملیات پیل کړي ، خو لیدل کیږي چې جګړې او نا امنۍ له ډیورنډ کرښې ډیر لیري په کندوز او نورو شمالي سیمو کې شدت نیولی چې د ډیورڼډ کرښې دواړو غاړو ته د امریکایانو پوځي عملیات ورباندې هیڅ اغیز نشي لرلای.

د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې د ګډ حکومت تر جوړیدو او له امریکایانو سره یې تر پوځي تړون لاسلیکولو وروسته د هیواد په امنیتي وضعیت کې فوق العاده منفي تغیرات راغلل چې د لوموړي او دوهم ځل کندوز سقوط لامل وګرځیدل.

اوس چې یو ځل بیا امریکایانو د خپلو ستراتيژیکو اهدافو د تحقق په غرض د ډیورنډ کرښې په دواړو خواو کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو اراده کړې حتمي ده چې د هیواد په دننه کې به ورسره نا امني اضافه او د کندوز د دریم ځل سقوط لامل به هم کیږي.

ځکه دا خبره اوس ټولو ته ښکاره ده چې امریکایان په افغانستان کې د امنیت د تأمین اراده نه لري، بلکي د دوي راتګ افغانستان د بحران او د دوي تر نظارت لاندې د تروریستي ډلو د تولید باعث شوی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.