افغانستان

پاکستان د پکتیكا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د اغزن تار غځولو کار پیل کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې دننه د پکتیكا په برمل ولسوالۍ کې د اغزن تار غځولو کار پیل کړ خو ګډحکومت یې په وړاندي چوپه خوله دی.

پاکستان د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سیمه کې ددې تر مخه د جلغوزیو ډیرې ونې وهلې وې او پوځي تاسیسات یې جوړي کړي وه، هغه مهال هم د پکتیكا قومي مشرانو پر ګډحکومت غږ کړی وو، خو پاکستان بیا هم خپل تاسیسات بشپړ کړل.

د برمل ولسوالۍ د وزیرو قومي شورا مشر حاجي قدرت الله وزیر رسنیو ته وویل چې نن د پنجشنبې په ورځ په سلګونو کاریګر انګور اډې ته راغلل او د اغزن تار لګولو چارې یې پیل کړي.

د نوموړي په وینا پاکستاني ځواکونه ۳ کیلو متره مخته راغلي دي خو حکومتي ځواکونه یې په وړاندي چوپه خوله دي.

حاجي قدرت ویلي چې حکومت دي اجازه وکړي، د سیمې ځوانان، سپین ږیری او حتی ښځې چمتو دي چې د خپلې ځمکې څخه دفاع وکړي.

باید وویل شي چې څه موده مخکې د پاکستاني پوځ ویاند ویلي وه چې د افغانستان سره پر پوله د اغزن تار غځولو لومړی پړاو بشپړ شو، دوهم پړاو به یې هم ژر پیل شي چې په هغه کې به د بلوچستان ایالت پر پوله اغزن تار ولګول شي.

د یادونې وړ ده چې د سپین بولدک په ولسوالۍ کې له مخکې لا پاکستاني اړخ دوه کلي جانګیر او لقمان په خپل نامه کړي او ددغه کلیو زیاته برخه باندي يې اغزن تارونه را تاو کړي او په کلیو کې یې دننه پوځي پوستې جوړي کړي دي.

د کندهار خلک وايي چې دواړه کلي امنیه قومندان جنرال رازق او د هغه ورور تادین پاکستان ته د یوې معاملې په ترڅ کې ور کړي خو رازق دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د مرکز له لوري د پاکستان سره پر دغه سیمو تفاهم شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x