افغانستان

د جنرال دوستم او معصوم ستانکزي تر منځ د پټ ملاقات راز افشا شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): دوه ورځې وړاندي خبر ورکړل شو چې معصوم ستانکزی ترکیې ته په پټ سفر تللی دی او نن یې په اړه راپورونه وايي چې نوموړي په ترکیه کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم سره لیدلي دي.

باید وویل شي چې معصوم ستانکزی په داسي وخت کې ترکیې ته تللی دی چې جنرال دوستم د جمعیت اسلامي او حزب وحدت ګوند سره درې ګوندیز ایتلاف جوړ کړی دی، چې د کتونکو په باور د ګډحکومت لپاره یو ستر ګواښ بلل کیږي، ځکه چې درې سره ګوندونه په حکومت کې شریک دي.

که څه هم ګډحکومت د معصوم ستانکزي د سفر په اړه معلومات نه دي خپاره کړې خو د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم دفتر په انقره کې د دواړو تر منځ د ملاقات خبرونه تایید کړي دي.

عنایت الله بابر فراهمند بي بي سي ته ویلي چې معصوم ستانکزي د لومړي مرستیال جنرال دوستم سره ملاقات وکړ او د هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې بیرته افغانستان ته را وګرځي.

باید وویل شي چې پر اوزبک قومي مشر ایشچي باندي د جنسي تیري وروسته د لومړي مرستیال جنرال دوستم او ولسمشر اشرف غني تر منځ اړیکې خرابې شوې او بیا دوستم په کابل کې یو څه موده په خپل کور نظر بنده پاته شو خو وروسته د ترکیې په منځګړیتوب ترکیې ته تبعید شو او پر ضد یې روانه محکمه ودرول شول.

جنرال دوستم له هیواد څخه د تبعید وروسته د هر هغه سیاسي ډلې ملاتړ کوي چې د اشرف غني پر ضد غږ اوچتوی چې ښه مثال یې په کابل کې د اشرف غني او عبدالله پر ضد وروستي اعتراضیه ناستې او لاریوونونه وه چې نوموړي ورته خوراکي توکې را ولیږل او هم یې سیاسي او مالي ملاتړ وکړ.
نوموړي څو ورځې وړاندي د خپل پخواني دښمن او سیال جنرال عطا او د اجرائیه رئیس ددوهم مرستیال هزاره مشر محمد محقق سره یو ایتلاف رامنځته کړ چې اصل مقصد یې د ګډحکومت پر ضد یوه جبهه جوړول دي او دغه جبهه یې د راه نجات په نامه ونومول.
تر اوسه معلومه نه ده چې افغانستان ته د راګرځېدو وروسته به لومړی په ارګ کې خپل دفتر ته پرېښودل شي او کنه ځکه چې نوموړی ترکیې ته تر تبعید مخکې هم له ارګه څخه منعه شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

He is a Criminal and must be punished. If the government can not bring him to justice then the US government and NATO should remove him from power, some thing should be done.

الحاج استاذ بیانزی

Brother mha asslamualikom!
It isn’t surprised to you, in another article you invite Taliban to do peace with all Warlords as Doostum and others, but in this ariticle, you call Doostum Criminal and must be punished?
It is not shameful, call U.S and NATO to remove him from power, mean they are your Commenders?

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x