نړۍ

کوټه: د بلوچستان نیشنل ګوند مشر وژل شوی / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): په کوټه ښار کې د د بلوچستان نیشنل ګوند ځايي مشر په یوه وسلوال برید کې وژل شول دی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د ډان نیوز د راپور سره سم د بلوچستان نیشنل ګوند ځايي مشر ملک نوید داوړ د کوټې ښار په ارباب کرم خان روډ کې د نامعلومو وسلوالو له لوري په نښه او ځای پر ځای ووژل شو.
د نوموړي سره یو بل تن د حاجي عیسی په نامه ټپی شو.

پولیسو ویلي چې په یاده سیمه کې نامعلومو وسلوالو د بلوچ قومي مشر پر موټر ډزې وکړې او بیا یې له سیمې پښې سپکې کړې چې تر اوسه نه دي نیول شوي.

د بلوچستان نیشنل ګوند تر څنګ په دغه ایالت کې نورو قومي مشرانو او بلوچ ګوندونو د نوموړي وژنه غندلې ده او د حکومت څخه یې غوښتې چې وژونکي دي ژر تر ژره ونیسي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشري بلوچ قومي مشر سردار اختر مینګل کوي، نوموړی د بلوچستان ایالت وزیر اعلی هم پاته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x