د افغانستان د کرکیټ بورډ رسمي وېبپاڼه له ۳ میاشتو راهیسې نه ده تازه شوې/ انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرکیټ په اړه نړیوالو ته د معلوماتو ورکولو لپاره جوړه شوې وېب پاڼه له تیرو درو میاشتو راهیسې نه ده تازه شوې او اوس هم هغه د اپریل میاشتې خبرونه په کښي پراته دي.

که څه هم د افغانستان کرکیټ بورډ پر فیسبوک باندي فعاله پاڼه لري، خو د فیسبوک له لاري چې کومه وېب پاڼه نړیوالو ته د کرکیټ بورډ د رسمي پاڼې په توګه ور پيژندل شوې، د اپریل میاشتې له ۴مې نیټې راهیسې نه ده اپډیټ شوې.

په دغه وېب پاڼه کې د افغانستان کرکیټ د وروستیو جریاناتو او پرمختګونو په اړه هم هیڅ نشته.

انځورونه:

د مرکو برخه

لومړۍ پاڼه باندي زاړه خبرونه

خبري برخه

د کرکیټ بورډ په فیسبوکي پاڼه کې د کرکیټ بورډ ویب پاڼې ورکړل شوی ادرس

 

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.