نړۍ

امريکايي محکمه: د مسلمانانو جاسوسي قانوني جواز لري

يوې امريکايي محکمې ويلي چې، په امريکا کې د مسلمانانو جاسوسي د قانون برخه ده.

نيو جرسي ايالت چې، زيات شمېر مسلمانان پکې ژوند کوي؛ مسلمانانو د پوليسو د ناوړه چلند او جاسوسۍ پر خلاف محکمې ته عريضه کړې وه، مګر امريکايي قاضي وليم مارټيني د خپلې فيصلې پر مهال و ويل چې، د مسلمانانو جاسوسي قانوني جواز لري او هيڅوک نشي کولای، چې په دې اړه شکايت او عريضه وکړي.

نوموړي قاضي ويلي چې، د تروريزم پر خلاف د قانون او د هيواد د سترو ګټو په رڼا کې بايد د مسلمانانو جاسوسي وشي.

د نيو جرسي اوسيدونکي مسلمانان د دغې فيصلې په اړه سخت انديښمن دي او وايي چې په دفترونو، ديني مدرسو، کاروباري مرکزونو او تعليمي ځايونو د مسلمانانو شخصي کارونه د جاسوسي په توګه څارل د دوی توهين دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x