افغانستان

لغمان: نامعلومو وسلوالو د روغتیا رئیس ټپي کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالطیف قیومي باندي ډزې شوي دي چې له امله یې نوموړی ټپي شوی دی.

د لغمان والي ویاند رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار د عامې روغتیا مخې ته هغه مهال را منځته شوه کله چې دوه تنه نامعلومو وسلوالو پر نوموړي ډزې وکړې او بیا له سیمې څخه په تیښته بریالي شول.

نوموړي ویلي چې پولیسو په پېښه کې د ښکېلو وسلوالو پلټنه پیل کړې ده.

تر اوسه د دې پيښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

باید وویل شي چې پر ملکي وګړو او روغتیايي پرسونل باندي برید کول د نړیوالو قوانیو سره په ټکر او جنګي جرم بلل کیږي، ځکه ملګري ملتونه، نړیوالي ټولنې او موسسې د ورته پيښو پر ضد کلک موقف نیسي او غندي يې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x