افغانستان

کندز: طالبانو د ۸ عسکرو جسدونه سپارلي او جګړه دوام لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): طالبانو له تیرو پنځه ورځو راهیسې د کندز په ښار کې دننه د عملیاتو د پيل اعلان کړی او په وینا یې تر اوسه هم د کندز ښار اړوند د «تیلاوکي» او علي اباد ولسوالۍ په عمرخیلو سیمه کې جګړه روانه ده.

نن سهار د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه رالیږل شوي خبر کې وویل چې د عمرخېلو په سیمه کې د هغو دولتي عسکرو جسدونه د سپين ږیرو په واسطه وسپارل شول چې د تیرې شپې په جګړه کې وژل شوي وه او جسدونه یې پر میدان پاتې وه.

ذبیح الله مجاهد همداراز وویل چې د علي اباد ولسوالۍ په پرونۍ جګړه کې ۲ ټانګونه ویجاړ شول، او په تیرو پنځه ورځو کې ۳۵ عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول، ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې د تیلاوکي سیمې اکثره برخې ددوی تر کنترول لاندي دي او یوه قرارګاه د یو څو پوستو سره ددوی په کلکه محاصره کې دي.

مجاهد ویلي چې د تیلاوکي په سیمه کې د ناکامیو وروسته دولتي ځواکونو ړندې بمبارۍ پیل کړي دي چې له امله یې لس تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د یوه مسجد په ګډون یې ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x