افغانستان

په کندهار کې پولیسو بېګناه ځوانان وژلي او بیا یې وسلې په لاس کې ورکړي / انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د کندهار چارواکو خبر ورکړ چې دوی د کندهار ښار په حاجي عرب سیمه کې دوه چریکیان وژلي دي.

د کندهار د پولیسو د خبر سره سم دغه دوه کسانو پر پولیسو باندي برید وکړ چې په ترڅ کې یې خپله ووژل شول.

خو د وژل شویو کسانو د هویت په څرګندیدو سره معلومه شوه چې هغوی له مخکې لا د کندهار پولیسو په زندان کې بندیان وه او په روژه کې یې یو له خپل کور او بل د کندهار په ښار کې د یوه مسجد څخه نیولی وو.

هغه انځورونه چې د کندهار پولیسو خپاره کړه، په هغو کې د وژل شویو کسانو په لاسونو کې وسلې هم ورکول شوي تر څو دا وښيي چې ګواکي هغوی په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

خالد هادي چې په کندهار کې پر امنیتي پيښو ژور نظر لري، د تیرې ورځې د پيښې په اړه وویل چې یاد کسان له مخکې لا د پولیسو سره بندیان وه، د نوموړي په وینا: ددغه کسانو څخه ئې یو سید علي ولد شېر علي دروژی پر ۱۷ مه د وحشی قوماندان علی احمد نانی لخوا څخه پورته سو او بل ئې مولوی سیف الله یي هم د حاجی سید احمد په کارته کی د مسجد څخه پولیسو بیولی وو.

نوموړي د دواړو کسانو تر وژل کېدو مخکې انځورونه هم خپاره کړي دي او ویلي دي چې د چریکي او وسلوالو مخالفینو په تور باندي د کندهاري ځوانانو بې پوښتنې وژل ورځ په ورځ زیاتیږي.

نن ټکي اسیا ته د کندهار څخه د چاپېدونکې سور غر اونیزې مرستیال او بهر میشتې مدني فعال محمد سلطان شریفي وویل چې په وژل شویو کسانو کې هغه ځوان هم وژل دی چې د روژې پر ۱۷مه د کندهار په ښار کې د « رفیقي صحت مارکیټ» څخه پولیسو له خپل دوکانه ونیوی.

هغه وخت د نوموړي ځوان کورنۍ ویلي وه چې د قومندان ناني په نامه ددوهمې حوزې امیر سیدعلي د خپل دوکان څخه ونیوی خو وروسته باندي پښېمانه شو او هیڅ معلومات یې کورنۍ ته نه ورکول، تر دې چې تېره ورځ د ښار په منځ کې ووژل شو، وسله په لاس کې ورکول شول او چریکي وبلل شو.

د وژل شوي ځوان کورنۍ وايي چې سیدعلي باندي تر وژل کېدو مخکې تعذیب شوی وو ځکه چې دواړه لاسونه او پښې یې ماتې وې.

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي نن ټکی اسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې داسي ښکاري تر وژل کېدو وروسته سیدعلي په موټر هم کش شوی وي ځکه چې سر یې هم مات وو او د سر په ماغزو یې واښه ګډ شوي وه.

محمد سلطان شریفي وویل چې د کندهار پولیس حتی د مړو پر سر باندي د کورنیو څخه ۲ لکه افغانۍ اخلي خو د سیدعلي د جسد په تر لاسه کولو کې د ولسي جرګې غړو مرسته وکړه.

باید وویل شي چې نن ټکی اسیا د دغه ځوان د نیول کېدو په اړه د خالد هادي په حواله خبر ورکړی وو چې په لاندي لینک کې لوستلای شئ:

د کندهار په میوند دښته کې د یوه ځوان مړی موندل شوی / انځورونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x