
قطر د څلورو هیوادونو غوښتنې څرنګه ځواب کړي؟ / تفصیل
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د قطر محاصره کوونکو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې رسنیزه غونډې ته وینا وکړه او ووې ویل چې قطر ددوی غوښتنو ته منفي ځواب ورکړی دی.
که څه هم تر اوسه څلورو هیوادونو، کویټ او نه هم قطر دغه ځوابونه نشر کړي دي خو ځینو رسنیو ویلي چې د غیر رسمي لارو یې ځوابونه تر لاسه کړي دي او نشر کړي یې دي، خو تر اوسه په رسمي توګه یوه هیواد هم نه دي تایید کړي.
د قطر هیواد څخه چې کله د ځوابونو نشرولو غوښتنه وشوه، هغوی وویل چې دا کار دوی کویټ ته پریږدي، ځکه چې کویټ په دغه شخړه کې منځګړی دی او هغوي ته ځوابونه تسلیم شوي دي، خو په کویټ کې یو شمېر باخبرو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط هغه ځوابونه د رسنیو سره شریک کړي دي چې په لاندي ډول دي:
۱- د ایران سره د اړیکو پرې کولو په موضوع کې قطر چمتو دی چې د نورو خلیجي هیوادونو د پریکړې سره سم د ایران سره په بشپړ ډول سیاسي او تجارتي اړیکې پري کړې، خو دا پرېکړه به پر ټولو عملي کیږي، خصوصا امارات چې همدا اوس یې په هیواد کې ۸۰۰ زره ایرانیان اوسیږي.
۲- د ترکيې د عسکري قرارګاه په اړه دومره ویلای شو چې ترکان اهل سنت دي، د اسلامي امت قوي ځواک دی، په ټولو خلیجي هیوادونو کې د بهرنیو هیوادونو قرارګاوي شته، د خلیجي هیوادونو په همکارۍ شورا کې داسي یو قانون نشته چې بهرني قرارګاوي منعه کړي، نو قطر به په هغه صورت کې د ترکیې قرارګاه ته جواب ورکوي کله چې د سیمې څخه د نورو هیوادونو قرارګاوي هم ټولي شي.
۳- قطر د هغو تروریستي ډلو سره اړیکې نه لري چې د ملګري ملتونو په تور لیست کې شامل دي. قطر د تروریزم پر ضد جګړه کې فعال ګډون لري، که څوک داسي یو ادعا کوي چې قطر د داسی تروریستانو سره مرسته کړې ده نو دلیل دي وړاندي کړي.
اخوان المسلمین د ملګرو ملتونو په تور لیست کې نه دي شامل، بلکې په ډیرو هیوادونو کې سیاسي او ټولنیز رسمیت لري.
قطر غوښتنه کوي چې د حوثیانو په شمول د عفاش ډله او د هغه زوی، د عراق شیعه ملیشې، په لیبیا کې دي د حفتر او د قذافي د زوی ملیشې، د فلسطین دحلان او د هغه ډله او نور ټول هغه مجرمین چې اوس یې د امارات هیواد ساتي او د اسلام او مسلمانانو پر ضد یې کاروي، باید تروریستان وپيژندل شي.
۴- قطر په هیڅ توګه د تروریزم سره مرسته نه کوي، دا داسي یوه ادعا ده چې دلیل باندي نشته، کوم تور لیست چې څلورو هیوادونو را ایستلی دی، قطر باندي اعتراف نه لري. یوازي د ملګرو ملتونو په تور لیست اعتراف لري او بس.
۵- قطر به هغه مسلمانان او هجرت ته اړ کړل شویو کسان په هیڅ ډول له خپله هیواده ونه شړي چې دوی ته یې پناه را وړې ده. ځکه چې قطر خپل دستور او استقلال لري، پر هغه سربېره د سیاسي پناه نړیوال اصول او د بشر حقوقو ته احترام لري، ځکه نو د هغو اشخاصو غوښتنه چې په قطر کې مېشت دي، او د څلورو هیوادونو له لوري د شخصي، فکري او سیاسي اختلاف له امله تروریستان بلل شوي دي، قطر به یې هیڅ کله ځواب نه کړي.
۶- رسمي او غیر رسمي رسنیزې موسسې په هر ځای کې د محلي قانون تابع وي، هیڅ کوم بهرنی هیواد یې د منعه کولو او بندولو غوښتنه نه شي کولای تر څو چې د قانون سره سم چلیږي.
که چیري داسي غوښتنې پر حق بلل کیږي بیا خو قطر هم غوښتنه کولای شي چې مثلا د برابرۍ پر اساس نو باید هغه تلویزونونه هم بند شي چې په امارات کې فعالیت کوي لکه العربیه، سکای نیوز، الحدث، ام بي سي او مصري تلویزونونه چې ټوله درواغجنې رسنۍ دي، ټوله ورځ د اسلام او مسلمانانو پر ضد تبلیغات کوي، اسلام بدناموي او دښمنانو ته یې تعظیم کوي.
۷- قطر به هیڅ کله د خلیجي هیوادونو په داخلي چارو کې مداخلت ونه کړي، لکه څرنګه چې یې امارات په قطر او کویټ کې کوي او پر ضد یې خلک پاڅون ته رابولي، او په تروریزم یې تورنوي، او یا په داخلي چارو کې یې استخباراتي فعالیت کوي او خلک انقلاب ته هڅوي لکه په عمان کې چې یې دا کار کړی دی.
خلکو ته د قطر د تابعیت ورکولو په اړه دومره وایو چې هر هیواد خپل قانون او دستور لري او خپل استقلال لري، خپله یې خوښه چې چاته خپل هویت ورکوي او که یې نه ورکوي. خو بیا هم قطر یوازي هغو خلکو ته خپل هویت ورکړی چې اصول یې د قطر څخه دی خو بیا په خلیج کې نورو هیوادونو ته تللي دي، که څوک بل ثبوت لري را وړاندي دي يې کړي.
۸- د تاوانونو بدل او فدیې غوښتنه.. دا یو بې ځایه ادعا ده او هیڅ حقیقت نه لري، ځکه چې قطر هیڅ کله داسي سیاسي حماقت نه دی کړی لکه څرنګه چې د قطر سره وشو، محاصره شو، او په ظالمانه ډول اقتصادي، ټولنیز او سیاسي بندیزونه باندي ولګېدل، قطر باید بدل وغواړي نه نور.
۹- قطر د خلیجي هیوادونو سره د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ هوکړه لیک عملي کړی او ورته ملتزم پاته شوی، که څوک وايي قطر یې مخالفت کړی نو عمومیاتو پر ځای دي قوي دلیل وړاندي کړي.
دا ادعا چې ګواکي قطر د عربي او خلیجي هیوادونو امنیت ته ضرر رسولی، نو دا یو بې اساسه ادعا ده، هیڅ دلیل نه لري، بلکې واقعیت خو دادی چې ځیني هیوادونو په ملیاراتو ډالر د امنیت خرابولو لپاره کارولي او د هر هغه څوک یې تقویه کړي دي چې د اهل سنت والجماعت پر ضد یې په خلیج، عربي او اسلامي نړۍ کې جګړه کړې.
۱۰ – قطر خپل دستور او د ملګرو ملتونو دستور او معاهداتو ته په بشپړ درناوي سیاسي پناه اخیستونکې هغه هیوادونو ته نه ور حواله کوي چې هلته عدالت نه تامینیږي او بندیان د شکنجو او وژنو سره مخ کیږي، ځکه چې هلته دیکتاتوران مسلط وي او پر خپلو ولسونو رحم نه لري.
سرچینه – رسنۍ
څلور هیوادونه: سعودي، امارات، بحرین او مصر
غوښتنې دلته کتلای شئ: