افغانستان

په کابل کې د ملي یووالي د ټینګښت په تړاو غونډه وشوه

نن په کابل کې سلګونو تنو د تعصب پر ضد د مبارزې او د ملي یووالي د ټینګښت د کمپاین په موخه د جمعیت اصلاح افغانستان په مشرۍ په غونډه کې ګډون وکړ. غونډه د کابل عیدګاه په تاریخي جومات کې ترسره شوه.

د غونډې مسئول او د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد د کمېټې مسئول، ښاغلي عبدالفتاح جواد وویل: کمپاین له کابل پرته د هیواد په نورو ښارو کې هم ترسره شوی او په ترڅ کې یې له ۲ لکو ډیر بېنرونه، زرګونه بروشرونه او پوسټرونه ویشل شوي او عامې غونډې، کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ شوي.

جمعیت اصلاح افغانستان په داسې مهال د داسې کمپاین او غونډې تابیا کړې ده، چې د یو لړ کړیو له خوا د هېوادوالو د ملي یووالې ډانچې ضربه لیدلې ده. کارپوهان د ملي یووالي ضد کړۍ تل د بهرنیو سفارتونو او استخباراتي کړیو له خوا په مالي ملاتړ تورن کړي.

غونډه په پای کې د کابل ښار په مهمو واټونو کې د یو کمپاین په بڼه پای ته ورسېده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x