نظــر

اسلام د انسانيت ريښتينی خادم

اسامه عزيز

کله به مو د ځينو مرستندويه ټولنو په امبولانسونو او موټرو دا جمله ليدلې وي چې “د انسانيت خدمت کوو” او يا به مو د ځينو بهرنيو مرستو په توکو دا ليکل تر سترګو شوي وي چې “…مملکة الإنسانية” فلانی د انسانيت مملکت، او يا داسې نورې جملې. د انسانيت خدمت د ستايلو وړ بلکې لازم کار دی، له داسې جملو سره په عموم کې مخالفت نه دی په کار، خو يو نيم چې دا خبره په کوم باور او مقصد کوي هغه بايد تر غور لاندې ونيول شي. لکه يو ځای کې مې عبد الستار ايدهي ته منسوبه يوه جمله تر سترګو شوه چې: “No religion is bigger than Humanity” مطلب دا چې تر انسانيت ستر دين نشته. همدا ډول، يو شمير خلک اسلاميت او انسانيت داسې سره بيلوي چې د اسلاميت په ځای “انسانيت” ته ترجيح ورکوي، وايي موږ د مطلق انسان خدمت کوو پرته له دې چې عقيدې ته يې وګورو. يا وايې بايد د اسلاميت له دايرې “ورپورته” شو او د “ټول انسانيت” لپاره کار وکړو.

هيومنيزم/انسانيتپالنه يوه ځانګړې معلومه نظريه ده، نه غواړم دلته يې د يوې نظريې په حيث وڅيړم. دا چې زموږ په ټولنه کې ډير داسې کسان شته چې په هيومنيزم باور نه لري، ځانونه ټولو اسلامي اصولو ته پابند ګڼي، خو بيا هم په دې ګومان دي چې د انسانيت د خدمت دايره به د اسلاميت له دايرې پراخه وي؛ نو زما بحث يوازې په همدوې کې محدود دی.

که د دوى ګومان دا وي چې ګواکې اسلام له مطلق غير مسلمان سره خيرښيګڼه نه مني او يوازې د مسلمانانو د مصالحو د خونديتوب لپاره کار کوي، بيا د همدې اعتقاد په بنياد د “انسانيت د خدمت” په هدف اسلاميت په دوهمه درجه کې راولي؛ نو ښکاره ده چې د دوی نه د اسلاميت په معنا پوره سر خلاص شوی او نه د انسانيت. دلته دوه پوښتنې راپورته کيدی شي: دا چې اسلاميت لوړ دی که انسانيت؟ او دا چې له غير مسلمان سره د انسانيت پالنې په اړه اسلام څه وايي؟ دواړه جوابونه په اوږد بحث ارزي خو دلته پرې لنډه خبره کوم.

لومړی:

که د اسلام طبعيت ته جامع نظر وشي، وبه کتل شي چې اسلامیت له انسانيته پورته درجه ده؛ ټول انسانيت د اسلامیت يو جز دی خو اسلامیت يوازې په انسانيت کې نه راخلاصه کيږي. له اسلامیت پرته انسانيت نيمګړی دی، داسې چې د انسانيت ريښتينې څيره پيژندل او بيا يې په عمل کې کامل احترام له اسلام پرته ناشونی دی. سره له دې چې نن سبا د ډيرو غربي ټولنو حالات دا خبره ډيره ښه انځوروي، خو که د اسلام دا پيغام چې انسان ته وايي “ستا اصل له بيزو څخه نه بلکې له خټې څخه دی، رب دې الله دی او له ده پرته چا ته سر مه ښکته کوه” تر غور لاندې ونيول شي ډير څه به روښانه شي.

اسلام د انسانانو لپاره د يو مثالي ژوند نظام رامنځته کوي، انسان ته انسانيت ورښيي، له حيوانيت او هغو کړنو يې ژغوري چې له انسانيت سره په ټکر کې وي -ولوکه د نورو په نظر داسې نه وي او انساني تمدن يې بولي- د اخلاقو په ګاڼه يې سمبالوي او له نورو مخلوقاتو ارتقا ورکوي، د نفس او مخلوق له غلامۍ يې ژغوري او خپل حقيقي رب ورپيژني، د دنيا او اخرت نيکمرغي يې غواړي، د انسانيت په خدمت کې د ژوند مادي او معنوي/عقيدوي دواړه اړخونه په پام کي نيسي. له اسلامي لارښوونو پرته د انسان مصالح او په ځانګړي ډول معنوي هغه تر پښو لاندې کيږي. نو ويلی شو له اسلام پرته هيڅوک د انسانيت د پوره احترام او خدمت دعوه نشي کولی.

د ډاکتر ذاکر نايک په وينا، چې ته وايې زه هيڅ دين ته معتقد نه يم او يوازې د انسانيت خدمت کوم او بس، دا داسې مثال لري لکه يو کس چې د ماسترۍ او دکتورا سند پريږدي او د مکتب يا کالج سند كافي او غوره وګڼي. د نوموړي په وينا، عجيبه ده اسلام غواړي تاته د دکتورا سند درکړي خو ته په قصدي ډول خپله علمي سويه راښکته کوې او ځان ته ضرر رسوې! سره له دې چې د ده وينا کافر ته متوجه ده خو د ځينو مسلمانانو لپاره هم د پام وړ پيغام لري.

دوهم:

نن سبا د مفاهيمو او مصطلحاتو ناسم تفسير د ډيرو فکري اختلافاتو بنسټيز لامل جوړ شوی. د انسانيت خدمت يو له هغو دی، همدا وجه ده چې يوه ډله يو کار د انسانيت خدمت ګڼي او بله ډله يې د انسانيت ضد، او دواړه د عين شعار د احترام دعوه کوي.

يو شمير دا ګومان کوي چې ګواکې اسلامي شريعت کې له کافر سره انساني اصول پالل نشته، يا دا چې له مطلق غير مسلمان سره له ښيګڼې او احسانه ډک چلند نشته.

دا يوه ناسمه انګيرنه ده، د “انسانيت د خدمت” په برخه کې په عمومي ډول اسلام د مسلمان او کافر په توپير نه دی قائل، خو چې په شرعي احکامو کې د انسانيت مفهوم په خپل درست شکل په پام کې نيول شوی وي.

اسلام وايي له هر چا سره بايد انساني اصول مراعت شي، بلکې له هغه اسير سره په نيک او انساني چلند امر کوي چې د جګړې په ترڅ کې مسلمانانو ژوندي نيولي وي. خو د دوستۍ، همدردۍ او خيرښيګڼې په خصوص يې بيا غير مسلمانان په دوه ډولو ويشلي دي: حربي/جنګي او غير حربي.

قرآن وايي له حربي کافرو سره به نيکي نه کوئ او خيرښيګڼه او دوستي به ورسره نه پالۍ؛ ځکه دوی له تاسو (انسانانو) سره ناحقه جګړه کوي، ستاسو د دښمنانو ملاتړ کوي، وژني مو، له کورو مو وباسي او د دين او معتقداتو پريښودو ته مو مجبوروي، نو له دوی سره نيکي کول پخپله يو ظلم او له انصافه لرې کار دی [الممتحنة:1، ۹]. خو له دوى سره د نيکۍ او همدردۍ عدم جواز دا معنا نه ورکوي چې ګواکې د تعامل پر مهال ورسره هيڅ انساني اصول مراعت نشي.

بالمقابل قرآن وايي هغوی چې درسره جګړه او دغسې نارواوې نه کوي، کولی شئ نيکي ورسره وکړئ، الله مو له دې کاره نه منعه کوي، الله تعالی انصاف او نيکي کوونکي خوښوي. [الممتحنه:۸]. چې داسې ده نو آيا غوره به نه وي چې دا احسان “د انسانيت د خدمت” په ځای د “اسلامي کړنلارې” ترعنوان لاندې وشي؟ که داسې وشي شايد نسبتا ډير مصلحتونه ترلاسه او د نن سبا ډيرې ستونزې حل شي، لويه ګټه به يې دا وي چې غير مسلمانان به د اسلام له حقيقته خبر شي، که مسلمان نشي لږ تر لږه د اسلام له مقابلې خو به لاس واخلي.

وګورئ قرآن کريم چې د خيرښيګڼې په برخه کې د حربي او غير حربي ترمينځ کوم توپير کړی، هغه هم د انسانيت د خدمت او د انصاف د مراعتولو په بنياد شوی، البته نور اهداف به هم لري. نو هغه غير مسلمان چې د انسانيت له پولو اووښتي وي او له مسلمانو انسانانو سره هغسې ظلمونه کوي چې په آيت کې ذکر شوي، آيا له هغوی سره د انسانيت پالنې په پلمه همدردي، دوستي او ښيګڼه کول بيرته له انسانيت سره ظلم نه دی؟ او هغه “انسانيت پالونکی” به د انسانيت په حقيقي معنا پوه وي؟!

نو دا باور لرل چې “انسانيتپالنه د دوستۍ ترټولو پراخه دايره ده” پرته له دې چې پورتني اړخونه ورسره په پام کې ونيول شي؛ له عقل او نقل دواړو سره په ټکر کې راځي.

خلاصه دا چې اسلامي احکام له انسانيت سره په ټکر کې نه دي، خو دغه خلک يا د اسلاميت په معنا نه دي پوه شوي، يا د انسانيت د احترام او خدمت په معنا، او يا مسلمان ته د ټولو انساني حقوقو څخه د برخمن انسان په حيث نه دې قائل، چې دا هم په انسانيت پيژندنه کې د دوی په نيمګرې پوهه دلالت کوي.

اسامه عزيز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

ډيره ښکلې او هر اړخيزه ليکنه دې کړې، الله دې اجر درکړي، ددې دواړو نقطو ستر لامل فکري استعمار او داسلام په صحيحه معنی نه پيژندل دي…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x