شعـــــرونه

غزل/ عرفان الله عرفاني

مولوي عرفان الله عرفاني
افغان ولس حوصلې نه ماتوي
کلکې  پخې ارادې  نه ماتوي
د نړيوال فشار پروا نه لري
مجاهدين  مو جذبې  نه ماتوي
د غرب قانون دېموکراسي  نه مني
ټينګې صفاء عقيدې نه ماتوي
په  خپل دريځ باندې محکم  ولاړ دي
جفا کار نه دي  وعدې  نه ماتوي
د هر وحشت او فساد مخه نیسي
د شپې د چا دروازې نه ماتوي
د الله ذکر  په مرميو کوي
مغروره نه دي تسبې  نه ماتوي
د شهادت جام ته دي تږي تږي
د حورو لاس کې پيالې نه ماتوي
د زړه له صدقه يې توبه وېستلې
( عرفاني ) دا ځل توبې  نه ماتوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x