ویسټ انډیز د پاکستان ځخه اخیرنۍ ۵۰ اوریزه لوبه وګټله

misbah_and_asad_shafeeq_west_indies_tourنن ټکی آسیا: تیره شپه ناوخته د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د پنځو ۵۰ اوریز لوبو وروستی لوبه تر سره شوه، چي ویسټ انډیز په لسو وکټونو دغه لوبه وګټله.

پاکستان ددې تر مخه دغه لوبي په ۳ پرلپسې ګټو خپل په نامه کړې وي.

د تفصیلاتو سره سم پرون پاکستان د لوبي پچه وګټله، او لومړی یې توپ وهني ته ترجیح ورکړه،

او په خپل وار یوازي ۱۳۹ منډي جوړي کړې، او ټوله لوبغاړي يې په ۴۲م اور کي وسوځیدل.

د پاکستان له خوا محمد حفیظ ۵۵، عمر اکمل ۲۴، محمد سلمان ۱۹ منډي جوړي کړې، او پاته لوبغاړي ونه توانیدل چي تر لسو زیات خپل منډي واړه وي.

په جواب کي د ویسټ انډیز لوبډلي دغه هدف یوازي په ۲۳ اورونو کي ترلاسه کړ، او یو لوبغاړی یې هم ونه سوځید.

د لوبي غوره لوبغاړی لینډ سایمنز Lendl Simmons ونومول سو.

او د ټولو پنځو لوبو غوره لوبغاړی د پاکستان محمد حفیظ ونومول سو، چا چي ۲۶۷ منډي په ټولو لوبو کي جوړي کړي او همداسي په ۶ وکټونو اخیستلو هم بریالی سو.

دغه پنځوس اوریزه لوبي پاکستان په ۳ دوه وګټلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.