
سومال: پر ولسمشرۍ ماڼۍ ډله ييز بريد کې ۱۱ تنه وژل شوي
رويټرز خبري اژانس وايي چې، د سومال وسلوالو مجاهدينو پر ولسمشرۍ ماڼۍ ډله ييز وسلوال بريد کړی او يوولس تنه پکې وژل شوي.
خبر کاږي چې، دغه بريد پرون د جمعې په ورځ هغه مهال وشو چې، وسلوالو مجاهدينو د ولسمشر د ماڼۍ به دروازه کې له چاوديدونکو توکيو ډک موټر والوزاوه او ساتونکو سره يې جګړه پيل کړه.
په دغه بريد کې د سومال ولسمشر شيخ محمود ته څه زيان نه دی اوښتی. القاعده پورې تړلو مجاهدينو د دغه بريد مسؤوليت منلی. رويټرز خبري اژانس د سومالي چارواکو له قوله ليکلي چې، وسلوالو د
ولسمشرۍ ماڼۍ منځ کې پر حکومتي چارواکيو بريد پيل کړ.
خبر کاږي چې، په دغه بريد کې د ولسمشر د دفتر مدير او د استخباراتو پخواني مدير په ګډون يوولس تنه وژل شوي دي