افغانستان

امریکايي پوځ نور په افغانستان کې د خپلو مړو اعلان پر وخت نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د امریکا پوځ ویلي چې له دې وروسته به د امریکايي عسکرو د وژنو اعلان پر وخت نه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر سره سم له دې وروسته به د امریکايي قرباني شویو عسکرو د وژنې خبر د څو ورځو لپاره ځنډیږي، ځکه چې د نوي سیاست له مخې به لومړی د عسکر د وژل کېدو خبر د هغه کورنۍ ته ورکول کیږي او بیا به رسنیز کیږي، چې په دې کې به څو ورځې لګیږي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند «بیل سالفین» وویل چې د نوي بدلون غوښتنه د امریکايي پوځ مشر جنرال نیکلوسن کړې ده.

د رویټرز اژانس په وینا په پخواني معمول کې د عسکر د وژل کېدو وروسته به امریکايي پوځ د پيښي سیمه وښوده او د وژل شویو عسکرو شمېر به یې په ګوته کړ، خو امریکايي چارواکي وايي چې ددغې تګلارې له وجې به هغه ټولې کورنۍ په تشویش کې شوې چې بچیان به یې په همدې سیمه کې په عملیاتو بوخت وو.

په مخکني معمول کې به رسنیو ته تر ټولو مخکې د عسکر د وژل کېدو خبر ورکول شو، خو هویت، نوم او د پيښي دقیق ځای به تر هغو پټ ساتل کیدی تر څو چې به یې کورنۍ خبره نه وه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم اوس به تر هغو د وژل شوي عسکرو په اړه اعلان نه کیږي تر څو چې یې کورنۍ نه وي خبره.

د پنټاګان ویاند رویټرز ته ویلي چې دغه نوې تګلاره به یوازي په افغانستان کې عملي کیږي، په نورو سیمو لکه عراق او سوریه کې به د پخواني معمول سره سم اجراءات کیږي.

باید وویل شي چې امریکا په داسي وخت کې خپله پالیسې بدلوي چې اوس تازه افغانستان ته د اضافي عسکرو پر لیږلو غور کوي چې د ځینو امریکايي سرچینو په وینا شمېر به یې ۴۰۰۰ وي او د طالبانو سره به مخامخ په جګړو کې هم برخه اخلي چې له امله یې د زیاتي مرګ ژوبلې اندېښنه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x