نړۍ

د اسرائیل او هندوستان لومړي وزیران، لوڅې پښې د سمندر پر غاړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي اسرائیل ته د سفر پر مهال د یهودي لوموړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره لوڅې پښې د سمندر پر غاړه ګرځېدلی دی.

هندی لوموړی وزیر اسرائیل ته د درو ورځو په سفر تللی دی او تېره ورځ پنجشنبه یې وروستی ورځ وه.

هندوستان په جنوب اسیايي هیوادونو کې د اسرائیل تر ټولو نیژدې ملګری هیواد بلل کیږي.

باید وویل شي د هندوستان اوسنی لومړی وزیر نریندرا مودي د ګجرات ولایت څخه یو سخت دریځه هندی دی چې د وزارت په موده کې یې په ځانګړي ډول د مسلمانانو سره تبعیضي چلند زیات شوی دی او مسلمانان ددې وجې څخه وژل شوي چې ولي د غوا غوښي خوري.

یادو انځورونو پر ټولنیزو پاڼو مختلف عکس العملونه را پارولي چې په هغو کې یې ځینو ددواړو مشرانو تر منځ ددوی د هیوادونو رومانسي سیاسي اړیکو ته اشاره کړې ده.

ویل کیږي چې اسرائیلي وزیر اعظم په وروستی لیدنه کې هندي وزیر اعظم ته د همدې سمندرې تفریح انځور په تحفه کې ورکړی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x