
ایران : د یوې ورځپاڼې په خپرونو بندیز ولګېده
نن ټکی آسیا: په ایران کې آسمان ورځپاڼه له تاسیس یوه اونۍ وروسته د حکومت له لورې وتړله شوه.
ایراني چارواکو د دې ورځپاڼې د تړلو علت د د ایران د ملي جبهې د غړي هرمیدانس باوند په قلم د یوې لیکنې خپرول ښودلي، چې په ایران کې وروستیو اعدامونو ته یې کتنه کوله او د حکومت پریکړه یې یو غیر انساني عمل باله.
د دې لیکنې له خپراوي وروسته د تهران څارنوالي د ورځپاڼې د چلوونکي محمد قوچاني د نیولو او د ورځپاڼې د بندولو حکم وکړ .