نظــر

حزب اسلامي، طالبان او داعش

خلیل کریمي

یو وخت حزب اسلامي اعلان وکړ، چې د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړه کې دوی د طالبانو ملاتړ کوي، خو که جګړه د داعش او طالبانو ترمنځ وي، دوی به د داعش تر څنګ درېږي. د حزب اسلامي د دغه غیر رسمي دریځ پر وړاندې له سختو غبرګونونو وروسته حکمتیار اړوت، چې له داعش نه د خپل ملاتړ مساله رد کړي. تازه د ملامحمد عمر پخواني ویاند عبدالحی مطمین په خپل کتاب (( ملامحمدعمر، طالبان او افغانستان)) کې لیکلي، چې د پېښور په شمشتو کمپ کې، چې په حزب اسلامي پورې تړاو لري، د لوګر د ازرې قوماندان حاجي حیات به داعش ته ځوانان جلبول، اکمالول او افغانستان ته به یې د طالبانو پر ضد جګړې ته را استول. کتاب وايي، چې حاجی حیات، شرافت او حاجي مالک له افغان امنیتي چارواکو سره کتلي وو او له هغه وروسته په پېښور کې د دوی شاوخوا یو درجن طالبان ترور کړای شول. حاجی حیات د حزب اسلامي فعال قوماندان او حاجي مالک یې د استخباراتو مسوول و.

طالبان او حزب اسلامي له خورا اوږدې مودې راهیسې د دیني مسایلو په تفسیر، تعبیر او سیاسي لیدلورو کې نظریاتي او فکري اختلاف لري. حکمتیار د چار اسیاب له جګړو راهیسې هېڅ داسې فُرصت له لاسه نه دی ورکړی، چې د طالبانو خلاف تبلیغ ته پکې زمینه برابریږي. هغه اکثره د طالبانو امارت او د شرعي مسایلو په تړاو د دوی لیدلوری رد کړی. په ننګرهار او لغمان کې حکمتیار د خپل ظهور په لومړیو ورځو کې هم طالبان وټکول، خو د داعش پر وړاندې یې د مخالفت او موافقت دریځ روښانه نه دی.

د مخالفت دغه رجحان له یوه اړخه په پوځي ډګر کې د دې ډلې له ضُعف او د ټکر او مقابلې توان نه درلودو نه سرچینه اخلي، خو په بل اړخ کې د یوه ژور نظریاتي او فکري اختلاف ښکارندويي هم کوي. د طالبانو پر ضد د حزب اسلامی دریځ اکثره وخت رسمي او د دوی د رهبر په کچه دی، خو طالبانو په رسمي ډول د حزب مخالفت نه دی کړی. دا اصلا له حزب اسلامي سره په تبلیغاتي ډګر کې د دوی د نه مخامخ کېدو له پالیسیو سرچینه اخلي، خو په پوځي ډګر کې دومره انعطاف او نرمي نه ښيي. د جګړې او په سیمو کې د پوځي نفوذ او تسلط په برخه کې د حزبیانو پر وړاندې د طالبانو پالیسي خورا متشدده او ځپونکې ده. د افغانستان په شمال او جنوب کې د حزب اسلامي ډېر قوماندانان د طالبانو له تصفیوي اقداماتو او د خلع سلاح له پالیسۍ سره مخ شوي. په ځینو مواردو کې د دواړو ډلو ترمنځ وسله والې شخړې هم رامنځته شوې دي.

د حزب اسلامي په تړاو په سیاسي کړیو کې دا ذهنیت مخ په خپرېدو دی، چې حکومت او بهرني متحدین یې له دې ګونده د داخلي رقیبانو او مسلحو ډلو پر وړاندې د وسیلې په توګه کار اخلي. دغه ذهنیت (څه سم څه غلط) له روان وضعیت او سیاسي تعاملاتو او تمایلاتو را ټوکېدلی. د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د جمعیت اسلامي او ملي جنبش په شته والي کې د داعش نفوذ کول او خپرېدل ستونزمن دي، خو د حزب اسلامي په څېر ګڼ ملیتي ګوند لپاره، چې له سنتي رقیبانو سره په رقابتونو کې اوږده سابقه لري، نفوذ کول ډېر سخت کار نه دی. همدا اوس په ګڼو هغو سیمو کې، چې پخوا حزب اسلامي مسلط و، د دې ډلې قوماندانان بېرته فعال شوي. که د ځینو په استناد، حزب اسلامي له طالبانو سره د مقابلې او له داعش سره د نه مخامخ کېدو سیاست خپلوي، د افغانستان شمالي ولایتونو ته به دداعش رسېدل هم ستونزمن کار نه وي. له دې چارې سره د حکومت له داخل او بهره همکاري هم ناشونې نه ده.

داعش د خپل ظهور په لومړنیو ورځو کې هم د ننګرهار هغو سیمو ته مخه کړه، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د حزب اسلامي د فعالیتونو شاهدې وې. چپرهار د یوې داسې سیمې په توګه یادېږي، چې حکمتیار پکې په تېرو کلونو کې له جنګیالیو سره یوځای ګرځېدلی.

د ایران پر وړاندې د حکمتیار سخت دریځ د سعودي عربستان لپاره راښکونکی دی. ریاض په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نفوذي سیاست په لټه کې دی. د حزب اسلامي په اړه هم ویل کېږي، چې د سعودي عربستان په ملاتړ او هڅونه یې له افغان حکومت سره توافق کړی. سعودي غواړي پر حزب اسلامي پانګونه وکړي. پر دې چاره پاکستان او امریکا هم اعتراض نه لري.

په عامه ذهنیت کې د حزب اسلامي او ښاغلي حکمتیار په تړاو تر پخوا ښه تصویر موجود دی. خپله حکمتیار هم د ملي اجماع او ملي تفاهم خورا ښه نیت لري. د کابل په ویناوو کې یې د سیاسي زغم، خبرو اترو او جوړجاړي دریځ غالب دی، خو دوه مکررې اعلامیې یې ګواښونکې او اندېښمنوونکې دي. له حکمتیاره د خلکو ترټولو ستره هیله د سولې په خبرو اترو کې د منځګړي رول لوبول دي. له هغه نه د خلکو پراخ هرکلی هم په همدې دایره کې تعریف کیږي.

په دې کې شک نشته، چې د طالبانو ترمنځ د حزب اسلامي د راتلونکي رول په تړاو برداشتونه له ګوندي عقدو او د ټکر رامنځته کولو له نیته خالي نه دي، خو د وخت او شرایطو حساسیت دا ایجابوي، چې حزب اسلامي په اوسني سیاسي چاپېریال کې له یوه روښانه مستقل دریځ او سیاست سره را وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

ستا له لیکلو معلومیزی چی ‌‌‌‌‌‌ډیر غټ ####یی او ### #به هیڅ کله یو مسلمان ته ضرر ونه رسویی او ستا اوستا باداران که هغه ###

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x