شعـــــرونه

غزل/ عصمت الله بشام

عصمت الله بشام

زمونګ په کلي کې تیاره ده عاطفه قتلوي
هم دالفت او ورورګلوي دژوندډیوه قتلوي

سوله سنت ده نبوي خپل شرایط یه معلوم
نن په فردي قانون دسولي فلسفه قتلوي

دحسرت اوښکۍ تویومه بل څه نه لرمه
غربي سیلي زموژ دګلُوباغیچه قتلوي

دکلیسا غیژ کې لوي شوي اریاناته راغلل
زموژدمسجددشکلاګانومناره قتلوي

سپیدۍ راوختي رڼابه مو پرچم خپره شي
دتکبیرشورده روڼ سحاردا توره شپه قتلوي

بشام ترڅوبه یم په دي سخت کړاوو کې میلمه
دفاف لمسیان امام محراب کې پرسجده قتلوي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close