ټولنیزه برخه

د دوو خرو کیسه

کیسه کا چې یوه سړي دوه خره لرل، یوه ورځ یې په یوه مالګه او په بل تش لوښي بار کړل، او یوه ځای ته روان شو، دواړه خرونه روان وو له څه تګ وروسته د مالګې خر ډير ستړی شو ځکه مالګه ډیره درنه وه، په لاره په یوه ویاله تیریدل د مالګې خر ستوماني تږی کړی هم و ویالې ته ورګډشوچې اوبه وڅښې اوبه یې وڅښلي او روان شو، داوبو له څښلو وروسته خره په بدن کې نوی ځواک وموند او خورا تیز روان و، اصلا مالګه اوبو ویلي کړې وه او وزن یې کم شوی و ځکه تیز روان و.

دلوښو دبار خر که څه هم دومره دروند نه و حو فکر یې وکړ چې داوبو په څښلو به یې بد نشاط اوځواک پیدا کړي نو کتل یې چې په لاره کې بله ویاله راغله، دلوښو خر یې منځ ته ورګډ شو او ښې ډیرې اوبه یې وڅښلي خو چې له اوبو راووت بار یې خورا زیات دروند شوی و، ځکه تش لوښې له اوبو ډک شوي وو.

پایله : کله به یوشی دبل چا له پاره ګټور وي کیدی شي هغه شی ستا له پاره تاواني وي، دبل جا له تقلید مخکي دهر شي په اړه یوځل په مکمله توګه ژور سوچ اوفکر وکړه او وروسته هغه کار ته وړاندي شه ، که دخپل هر کار له پاره له عقل نه کار وانخلو دنورو په تقلید کې به مو بیځایه خپل بارونه درانه کړي وي. زموږ ډیر خلک حتي په مامولي ژوند چارو کې هم دیوه بل تقلید کوي، فلاني دټماټرو په تجارت کې دومره پیسې وګټلې راځئ موږ هم دټماټرو تجارت پیل کړو فلاني داسي وکړل موږ هم بادی هغه وکړو . دا کار معقول نده هرکار باید په خامخا دعقل او سنج په تلله وتلل شي او له هغه وروسته اقدام وکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x