نړۍ

د مصر لس پوځیان وژل شوي دي په لسګونو نور ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د مصر په سینا ولایت کې وسلوالو پر دوه پوځي مرکزونو برید کړی چې له امله یې لس تنه عسکر وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان شوي دي.

د اسوشیټډ پریس د راپور سره سم مصري چارواکو ویلي چې د «رفح» ښار ته نیژدې د «البرث» په سیمه کې لوموړی وسلوالو پر یوې پوستې باندي د موټر بم په واسطه برید وکړ او بیا نور وسلوال پوستې ته ننوتل او هلته یې ټول عسکر ووژل چې په هغو کې یو د خاصو ځواکونو لوی قومندان وو.

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم د مصر د پوځ ویاند پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د سیناء په جګړه کې ۴۰ وسلوال مخالفین ووژل شول او ۲۶ تنه مصري پوځیانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د مصر پوځ د سیناء په ایالت کې له ډېره وخته د وسلوالو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي، په دغه ایالت کې ځینو وسلوالو ځان داعش ته منسوب کړی دی.

د کتونکو په نظر د مصر حکومت او پوځ وروستیو سیاستونو او په ځانګړي ډول په سینا کې د ځینو کلیو او ښارونو تخریبولو هم ددغه ایالت اوسیدونکي د پوځ پر ضد وسلو اوچتولو ته مجبوره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x