افغانستان

دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): دفاع وزارت نن د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هیواد په مختلفو برخو کې د عملیاتو پر مهال ۴۳ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خبرپاڼې سره سم د هیواد په مختلفو برخو کې ۲۶ کسان مړه، ۱۷ ټپيان او ۳ ژوندي ونیول شول.

او زیاته شوې چې دولتي ځواکونو په ننگرهار کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوگر، غزنی، کندهار، ارزگان، فراه، کندز، فاریاب، بلخ، تخار و هلمند کې عملیات کړي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله مخالفینو ته اوښتې ده.

باید وویل شي چې دفاع وزارت هره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لسګونو طالبانو او وسلوالو مخالفینو د وژلو خبر ورکوي خو طالبان تل ددوی خبرونه ردوي او ادعا کوي چې د هیواد په مختلفو برخو کې يې دولتي ځواکونو ته ورته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x