نظــر

دروغجن حافظه نه لري!

شاهد (غزنیوال)

په یوه تازه انکشاف کې ښاغلي حکمتیار ویلي چې داعش له طالبانو یوه بیله شوې ډله ده چې فرق یې یواځې په بیرغ سره کیږي او هغه دا چې د طالبانو بیرغ سپین او د داعش هغه تور دی.

نوموړی په خپلې پرونۍ مطبوعاتي ناستې کې د داعش په اړه دا معلومات هم ورکړل چې د هغوی په منځ کې نوي بهرني جنګیالي نشته ؛ بلکې یو محدود شمیر هغه کسان دي چې له پخوا راهیسې د طالبانو په لیکو کې موجود وو.

حکمتیار صیب د داعش په اړه یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د رسنیو په ارشیف کې د ده هغه څرګندونې هم خوندي دې چې کټ مټ یې په همدې ورځ ۶/ ۷/ ۲۰۱۵ دوه کاله وړاندې د داعش په اړه کړې وې او هغه مهال یې داعش نه ؛ بلکې د اسلامي دولت نوم ورکړی و.

ښاغلي حکمتیار هغه مهال په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې له خپلو مجاهدینو !!! څخه غواړي چې د طالبانو او دولت اسلامي ډلې ترمنځ په جګړه کې د اسلامي دولت لوری ونیسي؛ ځکه هغه په حقه دي او د ټولې نړۍ ټول کفار یې په مقابل کې ولاړ دي.

خو په پرونۍ ناسته کې بیا د اسلامي دولت په اړه د حکمتیار دریځ په ۱۸۰ درجې تفاوت سره بدل او هغه یې په داعش نومونې سره له طالبانو یوه بیله شوې ډله وبلله او په اړه یې خپل نوی موقف اعلان کړ.

د حکمتیار صیب ټول سیاسي لا لهانده ژوند له دغسي تردداتو ، موقف بدلولو او ضدو نقیض دریځونو څخه ډک دی.

د ښاغلي حکمتیار د موقف بدلونې خبره زما تبلیغاتي ادعا نه ؛ بلکې هغه مسلم حقیقیت دی که هرڅوک غواړي د پیښو په اړه د نوموړی مواقف ځانته معلوم کړي لطفا دې یوټیوب ته سر ورښکاره کړي چې بالصوت والصورة خپله د جناب حکمتیار له خولې د ده اپلتې په خپلو غوږنو واوري.

د زماني او مکاني شرائطو له مخې د حکمتیار صیب په پرونیو څرګندونو کې خاص رمز پټ دی ، نوموړی ښه پوهیږي چې په افغانستان کې د داعش جنګیالي څوک او دم ګړۍ هغوی د چا لخوا او چیرته روزل کیږي.

د نوموړي له پخواني دار الخلافت ( شمشتو) څخه د ده تر راکوچیدو وروسته د ده ماموریت د ده په استازیتوب د داعشي جګړه مارو لخوا پر مخ بیول کیږي.

همدا راز د هیواد په داخل لوګر (ازره) کې د داعش جاري فعالیتونو د امریکايي استخباراتو د پلانونې مطابق شخصا د حکمتیار او داعش په هماهنګي تر سره کیږي.

په افغانستان کې د داعش دوهم وژل شوی مشر عبدالحسیب د کورنۍ په لحاظ د حکمتیار د ګوند مربوط شخص او د خراسان ولایت لپاره د نوموړي په تعین کې د حکمتیار رول تر ټولو مؤثر و.

په لوګر کې د حکمتیار په غوښتنه د شمشتو پنډغالي بدیل ښارګوټی هم د سي .آی. اي تر اشراف لاندې هغه پروژه ده چې د حنیف اتمر په ځانګړو هلو ځلو منظوره شوي او په راتلونکي کې به د کابل په دروازه کې د داعشي کړنو د تنظیم لپاره تري کار اخیستل کیږي.

خلاصه دا چې حکمتیار هغه مختلف الأضلاع او متعدد المواقفه شخصیت دی کوم چې د زوحیاتین ژوي (حیوان ) په څیر یې تل د وخت او زمان له شرائطو سره سم ځان عیار او بیل بیل دریځونه ځانته غوره کړي دي.

بـه هـر رنـگـی کـه خـواهـی جـامـه مـیـپـوش. مـن از طــــــــرز خــــــــرامـت مـیـشـنـاسـم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

ته هم کوم نابغه نه یی حتمی دکوم غت ####

Sladayn amrany

موضع گیری های آ غای حکمت یار مقطعه فصلی نظر به مکان زمان است .ارراده وثبات فکری در وجود مبارکشان نست روزی باحزب دموکراتیک جناح خلق همدست همداستان اند،زمانی با جنبش ملی رفیق دزد وشریک قافله می شوند وشورای هم آ هنگی ایجاد میکنند وعلیه ربانی دار ودسته اش دست به قیام شورش جهاد میزنند.ودوسال قبل بیا د دارم که فرموده بودند اگر با وجود اشغال وآ مریکای ها به کابل بروم از امت رسول الله نباشم وامروز مستانه در کابل حضور بهم رسانند هم از توبره می زنند وهم از آ خور وبرای ازمیان برداشتن صدای آ زادی ومقا… نور لوستل »

عزيزالله عاجز

غزنيوال صاحب. سلامونه نيکي هيلي مو ومني
دحکومت يار صاب په بارک کي مو دپام وړ ټکي پخپله ليکنه کي رامنځته کړي دي کاميابه اوسي
حوکومت يار صاب درسنيو او شيطاني بي بي سي نه هم څو قدمه مخکي تللي دي..

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x