
هنګو کې د پاکستاني ځواکونو په هوایې برید کې شپږ تنه وژل شوي
نن ټکی آسیا: پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی ، چې نن سهار وختې د خیبر پښتونخوا په ټل کې د پاکستاني پوځيانو په هوايي برید کې شپږ تنه وژل شوي.
ویل کېږي، چې په برید کې د پوځ څلورو چورلکو برخه لرله او د ټل ورسمند او توره اوړۍ سېمو یې بمباري کړې او لږ تر لږه شپږ کسان يې ووژل.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که وسله وال طالبان.