افغانستان

«بګرام زندان د وحشت په مرکز بدل شوی»

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): په بګرام زندان کي د ګڼو زندانيانو دوستانو نن ټکي آسيا ته ويلي چي بګرام زندان د بنديانو لپاره د وحشت په يوه مرکز بدل شوی او هلته د زندان ساتونکو لخوا پر بنديانو تشدد او ظالمانه رويه له زغمه وتلې ده ، دوی ته دغه معلومات د خپلو کورنيو له بندي غړيو سره د ملاقات په وخت کي بنديانو ورکړي دي ، د بنديانو خپلوانو ويلي چي دوی د ملاقات په وخت کي خپل بنديان په ډېر بد حالت کي ليدلي او پر هغوی د خوارځواکۍ ، پرېشانۍ او له دوی سره د چارواکو د ناوړه چلند نښي له ورايه ښکارېدې .

د بنديانو خپلوان وايي چي د ملاقات په ترڅ کي د هغوی بنديانو ورته ويلي چي دلته په بګرام زندان کي د ټول افغانستان په پرتله عسکر زموږ سره ظالمانه چلند کوي ، بنديان بيله سببه وهي ، توهينوي يې او چي څنګه يې زړه غواړي هغسي غير قانوني قيودات ورباندي لګوي .

ددوی د معلوماتو له مخي د بګرام محبس ساتونکي عسکر دوی ته مقرر سوي خوراکي مواد ، البسه او د نظافت توکي غلا کوي او يا يې بدلوي ، د بنديانو لپاره ټاکل سوي غذايي مواد کموي او ډېر کمه اندازه بنديانو ته پداسي ډول ورکوي چي پوره نظافت او صحي وضعيت يې نه وي مراعات شوی.

بنديان وايي چي دوی د خپلو کورونو څخه د کاليو په شمول هيڅ ضروري شی نشی راغوښتلای او نه هم دلته د ضرورت وړ شيان ورکول کېږي .

د دوی د معلوماتو پر بنسټ د بنديانو بله ستره ستونزه د ناروغو بنديانو نه تداوي ده ، په بګرام زندان کي سلګونه بنديان په خطرناکو او ساري ناروغيو لکه عصبي ستونزو ، تور ژړي او توبرکلوز مبتلاء دي خو د تداوۍ او علاج لپاره يې په بګرام زندان کي لازم امکانات وجود نلري او يا هم قصداً بنديان ورڅخه محروم کړل شوي دي.

نن ټکي آسيا د پورته موضوع په اړه د طالبانو د بنديانو چارو کمېسيون د نړيوالو اړیکو له مسئول قاري محمد يونس راشد سره اړيکه ونيولi چي د هغوی لخوا هم په بګرام زندان کي يادي شوي ستونزي تائيد شوې ، نوموړي وويل چي دوی د بګرام زندان په اړه ځينو نړيوالو خيريه ادارو ته ليکونه لېږلي او له هغوی يې غوښتي چي د بشري رسالت او انساني حقوقو ته د درناوي په خاطر د بګرام زندان مظلومو بنديانو ته توجه وکړي او پر هغوی روان تشدد او ظالمانه چلند تر تعقيب لاندي ونيسي خو تر اوسه په دې اړه د هغوی کوم اقدام نه دی ليدل شوی ، نوموړي وويل چي د بګرام تر څنګ د هیواد په نورو محابسو کي هم بندیان له ګنو ستونزو په ځانګړي ډول له صحي ستونزو سره لاس او ګريوان دي خو د بشري حقوقو سازمانونو او نړیوالو خيریه ادارو هيڅ پاملرنه نه ده ورته کړې، دده په وينا څه موده مخکي يې په پلچرخي زندان کي د ټي بي ناروغانو دتداوۍ په اړه سره صليب ته خپله غوښتنه واستول خو د هغوی لخوا يې منفي ځواب تر لاسه کړ ، نوموړي زياته کړه چي زموږ لخوا د دولتي اسيرو عسکرو سره ښه چلند او د هغوی د زخمي اسيرانو ژر تر ژره ازادول بايد کابل اداره او ددوی نړيوالي مرستندويه ادارې اخلاقاً دې ته اړي کړي چي ددوی په زندانونو کي له مظلومو بنديانو سره ښه چلند وکړي او د ناروغو بنديانو تداوۍ ته پاملرنه وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x