
طالبانو دبلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې له تیرو څو ورځو راهیسي جګړې رواني دي چې له امله یې د طالبانو د ادعا سره سم تر ۲۶ زیات دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو له تیرو څو ورځو راهیسي د کندز ولایت په مرکز او علي اباد ولسوالۍ کې بریدونه پيل کړي دي او په ورته وخت کي يې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د امام صاحب، پتمن خیلو، تګابیانو، بارګاه سیدان او کمپ ثاني سیمو کې د دولتي عسکرو سره مخامخ جګړې کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي عسکرو په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو د امریکايي الوتکو په ملتیا بریدونه وکړه او د جګړو په جریان کې ۱۷ تنه عسکر ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول.
نوموړي وویل چې په دغه جګړو کې ۳ ټانګونه ویجاړ او ۳ پوستې ونیول شوې او تېره شپه دغه عملیات پای ته ورسیده.
نوموړي خپل د یوه تن طالب وژل کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې نور هیڅ زیان نه دی ورته رسیدلی.