افغانستان

کندز: په بمبار کې یو مسجد په کنډواله بدل شوی، ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د کندز ولایت په مرکز کې له تیرو څو ورځو راهیسي جګړې په شدت سره روانې دي چې طالبان او دولتي ځواکونه دواړه لوري په کښي د پرمختګ ادعاوي کوي.

طالبانو په تیرو ورځو کې وویل چې د هغو چورلکو څخه یې یوه په نښه کړې چې په جګړه کې د دولتي ځواکونو د مرستې لپاره راغلي وې او پر سیمه یې درنه بمبارۍ پیل کړې وه.

د کندز ځايي چارواکو هم د یوې چورلکې د غورځېدو خبر تایید کړی وو خو د تلفاتو په اړه یې د څه ویلو څخه ډډه کړې وه.

طالبانو نن د کندز ولایت په مرکز کې د تیلوکه سیمې یوه ویډیو خپره کړه چې په کښي ښکاري د دولتي الوتکو د بمبار هدف مسجد او ولسي وګړي کرځېدلي دي چې له امله یې مسجد په کنډواله بدل شوی او ۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

https://www.youtube.com/watch?v=-iahlinnsyE&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x