fbpx
حاجي احمد فرید

حاجي فرید: سهامي حکومت د جګړې او سولې واک نه لري / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د بهرنیو اډو سره د مخالفت لپاره د ملي یووالي جبهې تېره ورځ په کابل کې یوه غونډه کړې چې په کښي د نورو ګډونوالو په شمول حاجي فرید هم وینا کړې ده.

نوموړي په خپل وینا کې د افغانستان اوسنی ګډحکومت «سهامي حکومت» وباله او وې ویل چې دغه حکومت هیڅ واک نه لري، بلکې ټول واک د امریکایانو په لاس کې دی، د هغوی خوښه ده چې څه غواړي هغه کوي.

نوموړي وویل چې د افغانستان د اوسنیو مشکلاتو د حل لپاره بېله سولې بله لاره نشته، خو سوله امریکا نه غواړي ځکه چې د هغوی ګټي د جګړې په تداوم کې دي.

حاجي فرید همداراز وویل چې امریکا د خپلو وسلو د تجربې لپاره یوه لابتوار ته اړتیا لري تر څو پر نړیوالو خپلې وسلې وپلوري او هغه لابتوار یې افغانستان دی، چې کله یې زړه وغواړي د خپلو وسلو تجربه کوي او هیڅ څوک ورته څه ویلای نه شي.

نوموړي وویل تر څو چې یو امریکايي هم په افغانستان کې موجود وي، په افغانستان کې سوله ستونزمنه ده. خو زیاته یې کړه چې جګړه نه هم د افغانستان او نه هم خپله د امریکا په ګټه ده.

نوموړي د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه باندي تاوتریخوالي ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې زمونږ ولس په خپل هیواد کې د پاکستان د راکټونو څخه مهاجر دي خو ګډحکومت چې د امریکا سره د امنیت په نامه تړون کړی، هیڅ نه ورته وايي.

حاجي فرید وویل چې امریکا په خپل دوه مخې سیاست کې پاتې راغلې ده، له یوه اړخ یې خپل شکست اعلان کړی دی او له بله اړخه یو ځل بیا د اضافي ځواکونو را لیږلو خبري کوي.

دوی پر افغانستان باندي د یرغل دوه کاله وروسته د فتحې اعلان کړی وو، خو اوس چې ۱۶ کاله تېر شوی، بیا هم جګړه دوام لري او بیا هم امریکا ادعا کوي چې په افغانستان کې ۲۵ تروریستي ډلې فعالیت کوی، او پوښتنه یې وکړه چې که امریکایان په افغانستان کې ۱۵ کاله نور پاتې شي، د تروریستي ډلو شمېر به څومره پورته شي؟ او زیاته یې کړه چې دا حقیقت نه لري بلکې امریکایان جګړې ته د جواز ورکولو په خاطر پروپاګند کوي.

حاجي فرید وویل چې ښه لاره داده چې امریکایان د افغانستان څخه د وتلو لپاره خپله تګلاره او ټاکلې موده وټاکي او افغانان پریږدي چې په خپلو کې د سوله ییزې لاري یو توافق ته ورسیږي.

نوموړي په افغانستان کې پر هغو ټولنو او جریاناتو هم نیوکه وکړه چې اوس مهال په افغانستان کې د سولې لپاره فعالیت کوي چې شمېر یې شاوخوا ۷ حرکتونو ته رسیږي، او ټینګار یې وکړ چې همدغه جریانونه باید لومړی په خپلو کې سوله وکړي او بیا یو واحد جریان را منځته کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

حاجي فریده دمیاګل صیب لمسیه قربان دشم حق په جانب سړی یې په شیدو درکت شه !