نن ټکی اسیا مو نیم ملیون وارې مننه کوي!

د نن ټکی اسيا اداره

د نن ټکي اسیا ازادې، خپلواکې، خبري-تحلیلي او ټولنیزې وېب پاڼې د فېسبوک صفحې خوښوونکي نن له پنځه سوو زرو (نیم ملیون) واوښتل.

د نن ټکي اسیا ټول همکاران، خبریالان او لیکوالان ستاسو له هرې خوښونې پنځه سوه زره وارې مننه کوي، ستاسو مینه، داد او ډاډ دي چې مونږ دا ستونزمن او کړاوجن یون پیل کړ او له پنځه کلن سفر وروسته په هېواد کې دننه د ډېرو کتونکو پرلیکه رسنیو په کتار کې ودرېدو.

نن ټکی اسیا ازاده، خپلواکه، خبري-تحلیلي او ټولنیزه وېب پاڼه شپږ کاله وړاندې د ۲۰۱۰م کال پر ډسمبر د څو تنو روڼ اندو او وطنپالو خبریالانو له لورې پر لیکه شوه.

له دې فرصت نه په استفادې له ټولو هغو ملګرو مننه کوو او د هڅو او شوګیرو قدردانی یې کوو چې د هغو د بې وقفې کار پایله شوه چې نن ټکي اسیا دا سخت سفر تر دې ځایه په بریالیتوب سره راورساوه.

په دومره لنډ وخت کې دومره پرمختګ ستاسو له همکاریو او دعاوو پرته ناشوني و. نن چې دا مننلیک لیکو د ټولو هغو نالیدلو همکارانو هغه لیکونه مو سترګو سترګو ته کېږي چې په ډېر اخلاص او مینې يې د همکارۍ او لاسنیوي سینه راته ډبولې ده.

زمونږ له هغو همکارانو ځانګړې مننه په کار ده چې له کور کلي لرې د مساپرۍ شپې تېروي، څوک په زده کړو بوخت دي او څوک په ورځني روزګار کې لالهانده دي؛ خو له نن ټکي اسیا سره یې منظمه همکاري خپله ملي او اسلامي وجیبه او فریضه ګڼلې ده.

که څه هم نن د ګیلو ځای نه دی؛ خو له دې په لاس راغلي فرصت څخه یوه واقعیت ته اشاره کوو. ځینو رسنیو او خاصو سیاسي جهتونو کوښښ کړی چې د نن ټکی اسیا په باب منفي تبلیغات وکړي، په یوه او بل نامه یې نورو پورې وتړي؛ خو له دې کوششونو سره سره نن مونږ و تاسو د یوې نسبتا ښې لاسته راوړنې شاهدان یو. مونږ چا سره ټکر نه کوو او نه ټکر له خپلو لوړو ارزښتونو سره همغږی ګڼو؛ دغو اړخونو ته یوازې دومره وايو چې راځئ د سالم رقابت لار خپله کړئ، تورونه او تومتونه مو هېڅ ځای ته نه رسوي. که تاسې هم د منفي تورونو پر ځای د سالم رقابت لار خپله کړئ، لرې نه ده چې د ولس په زړه کې ځای پیدا کړئ او درباندې اعتماد وشي.

سالم رقابت نه یوازې د رسنیو په ډګر کې، بلکې په هره برخه کې د هېواد د هراړخیز پرمختګ او ودې شرط دی.

د نن ټکي اسیا نشراتي تګلاره

نن ټکی اسیا د خبر په برخه کې د خبر ثقه توب ته ارزښت ورکوي. مونږ تر خپلې وسې هڅه کوو چې د پېښو داسې انځور خپلو لوستونکو ته وړاندې کړو چې کله کله د ځینو رسنیو له خوا یې په اړه لار ورک کوونکي تبلیغات کېږي. مونږ غواړو ولس ته مو حقایق څنګه چې دي، هغسې ورسوو.

د خبر د برخې ترڅنګ مونږ د سیاسي، ادبي، ټولنیزو مسایلو، دیني، ټکنالوژۍ، روغتیا او ورزش په برخو کې په منظم ډول مطالب خپروو. په دغو برخو کې مونږ سربېره پر دې چې د لیکوالۍ پر فن د لیکوال برلاسی په پام کې نیسو، ورسره ورسره ملي او اسلامي ارزښتونه زمونږ سرې کرښې تشکیلوي.

هر هغه مطلب چې د لیکوالۍ له معیار سره برابر وي او زمونږ ملي او اسلامي ارزښتونه په کې نه وي نقض شوي د نشر وړ دی. مونږ د افکارو پر تنوع باور لرو؛ خو تر هغه سرحده چې دغه دوه عالي ارزښتونه په کې زیانمن نه شي.

نن ټکی اسیا ته مو په پورته شرایطو برابرې لیکنې راولېږئ چې مونږ یې ولس ته ورسوو. نن ټکی اسیا ستاسو او د ولس ترمنځ ارتباطي پُل کړئ!

په پای کې مو یو ځل بیا د خوښوونو مننه کوو او په دې شریک لوړ هدف کې مو د لاسنیوي او همکارۍ هیله من یو.

مونږ دا بریا له تاسو ټولو سره په ګډه لمانځو!

که تاسو هم تر اوسه د نن ټکي اسيا د فيسبوک پاڼه نه وي خوښه کړي د لاندې پيوند په تعقيب يې خوښه کړئ.

د نن ټکي اسيا فيسبوک پاڼه

https://web.facebook.com/nunn.asia1/

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د