نعتيه غزل/ مسروري درمل

مسروري درمل

سترګو کي مي ګرزي د حرم او د روضې تصوير
نقش مي د زړه پر دېوال دی د مدينې تصوير

زين چي کړم د خيال نيلۍ ورسم تر هغه ځای
راوړمه له ځان سره د دنګې منارې تصوير

زه چې يې په  فکر کې د حسن ښکلا راولم
جوړي پر کاغذ کړم بس د ميني تلوسې تصوير

غم کي يې زه خاندمه او ژاړم د ماشوم په څېر
کړم سره راټولي د زړه ټولي افسانې تصوير

څومره کوي خوند چي تاو راتاو ترېنه صفونه وي
ژاړم ورته ګورم چي د پاک رب د کعبې تصوير

ياد کي چي يې جوړي ملغلري کړم د اوښکو نه
خوږ لکه زمزم لګيږي د هغې چينې تصوير

خدايه که يو ځل دي مسروري هلته مېلمه کړمه
هېر به رانه نسي تر مرګي د هغې شپې تصوير

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د