دیني، سیرت او تاریخ

د شوال میاشت شپږ روژې «دريمه برخه»

 احمد الله عاطفي

د شوال میاشت شپږ روژې او ایمه کرام

دسیدنا حضرت عبد الله ابن عباس (رضی الله عنهما) په شمول ، حضرت طاوس ، حضرت عبد الله ابن مبارک،حضرت امام شافعي، امام احمد حنبل او دحنفي مذهب ځينې ایمه (رحمهم الله) دشوال میاشت شپږ روژې مستحب او سنت بولي او په نیولو ئې عمل کړی، ددوۍ دلیل دحضرت ابو ایوب انصاري(رضی الله عنه) روایت کړی حدیث دی.

حضرت ابن مفلح په (الفروع) او امام النووي په (المجموع ) کې دنوموړي حدیث په استناد دغه روژې مستحب بولي.

امام ابوحنیفه، امام مالک،امام ثوري،حضرت حسن او یو شمیر نور ایمه(رحمهم الله) په نزد دشوال دمیاشتې شپږ روژې نه سنت دي اونه مستحب.

دامام ابو حنیفه (رحمه الله) په نزد دفرضي روژو په تسلسل کې زیاتوالی داهل کتابو سره مشابهت ښودل شوی او دا ویره شته چې په لزوم او همیشه والي سره دشوال روژې نیول عوامو کې په نا پوهۍ فرض ونه ګڼل شي.

حضرت کمال ابن حمام په فتح القدیر (دویم جلد،۳۵۰ مخ ) کې دامام ابو حنیفه او امام ابو یوسف په قول دشوال میاشت شپږ روژې نیول مکروه بللي، خو دحنفي مذهب نورو مشایخو ورته روا ویلي ،ددوۍ په دلیل د رمضان میاشت دروژو پوره کیدوسره دفطر اختر په احتمام ،تسلسل درمضان میاشت دشوال روژو سره قطع کوي،چې په دي اساس دفرضي روژو او نفلي روژو ترمینځ بیلوالی صورت نیسي.

امام مالک فرمايې: مونږ نه دی لیدلی چې دعلم خاوندانو دا روژې نیولي وي اونه ددي صحي خبر مونږ ته له سلفونه رسیدلی دی، داسي نه شي چې ناپوه خلک ئې درمضان میاشت روژو سره پيوست کړي او فرض ئې وګڼي .(لطایف المعارف:۳۸۹ـ۳۹۰)

همدا راز امام شاطبي لیکلي: دعجمو په ځينو سیمو کې خلکو دشوال میاشت تر اوومې نیټي هغه چارې تر سره کولې ،چې درمضان په میاشت کې دروژه نیونکو لپاره ئې تر سره کول، دبیلګې په توګه پیشلمي لپاره دخلکو ویښول او دروژه ماتي لپاره تر تیبات نیول او داسې نور…

همدا راز موطا بروایت یحی الیثي (لمړی جلد،۳۱۱ مخ) سمعت مالكًا يقول في صيام ستة أيام بعد الفطر من رمضان : إنَّه لم يَرَ أحدًا من أهل العلم والفقه يصومها، ولم يبلغني ذلك عن أحدٍ من السلف، وإن أهلَ العلم يكرهون ذلك، ويَخافون بدعته…

أبو محمد يحيى بن يحيى بن كثير الليثي، چې دمالکي فقي له شیوخو نه ستر مجتهد او پخپل پیر کې داندلس دفقي امام بلل کیده، دهغه په روایت: د حضرت امام مالک(رحمه الله) نه مې اوریدلي، چې هغه فرمائېل: نه مونږ ته دسلفونه په دې هکله خبر رسیدلی اونه مو دعلم اوفقې خاوندان لیدلي چې دشوال میاشت دا شپږ روژې ئې نیولي وي، په نیولو کې ویره دبدعت دی.

حضرت ابن عبدالبر په (الاستذکار: دریم جلد، ۳۸۰ مخ) په معذرت سره لیکلي،چې ممکن حضرت امام مالک(رحمه الله) ته دسیدنا حضرت ابو ایوب الانصاري (رضی الله عنه) روایت شوی مبارک حدیث نه وي رسیدلی، او حضرت امام مالک(رحمه الله) چې دشوال روژو ته مکروه ویلي ،له دې ویرې چې په فرضي روژو کې زیاتوالی ددین برخه ونه ګرځي، ځکه هغه مبارک په دیني امورو کې زیات محافظ او احتیاط کونکی و .
والله اعلم…

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x