
د حوت دریمه د یرغلګرو په وړاندې دجهادي مقاومت دپیلامې په توګه!
نن ټکی آسیا – سرمقاله: نن د۱۳۹۲هجري لمریزکال دحوت د میاشتي دریمه ورځ ده.
۳۴کاله مخکې په همدې ورځ د تاریخي کابل په زړه کې د شوروي یرغلګرو پرخلاف د دغه ښار مسلمانو اوسیدونکو په یوه پراخ ولسي پاڅون لاس پوري کړ ، په دغه پاڅون کې کابلیو ځوانانو، پیغلو، ولسي خلګو،دمکتبونواولیسوزده کوونکو،د پوهنتون محصلینو او ټولوښاریانو ګډون کړی وه، او د الله اکبر په ویلو سره یې مړه دې وي شورویان او مړه دي وي د هغوئ خلقي او پرچمي غلامان شعارونه ورکول .
که څه هم د هغه وخت وحشي اشغالګرو او بي ضمیره ملګرويي د ننیو یرغلګرو اوملاتړو په څیر د دغه ولسي پاڅون د خاموشه کولو او له منځه وړلو لپاره خپل ټول وس وکاراوه او په تش لاسو پاڅون کوونکویې بي صرفي مرمۍ و اورولې خو پاڅون کوونکو د تیري کوونکو په وحشیانه کړنو هیڅ پروا ونه کړه او د پاڅون لمنه په ډیره چټکي سره د کابل ښار ټولو ساحوته وغزیدله.
د حوت د دریمې په تاریخي پاڅون کې دځوانانو ترڅنګ زمونږ غیرتي خویندو هم فعاله برخه لرله چې د هغوئ له منځه د قهرمانې شهیدې ناهید تاریخي کارنامه او شهادت به د افغاني تاریخ په پاڼوکې د تل لپاره په زرینو تورو لیکلې پاته وي.
په کابل کې د حوت د (۳) ولسي پاڅون په ټول هیواد کې د یرغلګرو شورویانو په خلاف وسله وال قیام ته لاره هواره کړه او له دغه قیام څخه په الهام اخیستلو سره په ټول هیواد کې دشورویانو او د هغوئ د بیدینه مزدورانو خلقیانو اوپرچمیانو پر خلاف سرتاسري پاڅونونه پیل شول چې بالاخره د شوریانو پر خلاف د افغانانو ملي پاڅون اوجهادي مقاومت د پیړۍ معجزه وبلل شوه او په پای کې یې شوروي سره امپراتورۍ له خپل ټول غرورو اوتکبرسره په خپلو توفاني څپوکې رانسکوره کړه .
نن مونږ د خپل هیواد دغه تاریخي ورځ په داسې مهال کې لمانځو چې په هیواد مو د شوروي یرغل پرځاي امریکايي یرغل کرغیړنه څپه غوړولې ، نن هم د پرونيو شین سترګو وحشیانو په څیر په زرګونو ژیړ مخې اوتورمخي یرغلګر په هیواد مسلط او د پرنیو بي ضمیره خلقیانو او پرچمیانو په څیر يي یې ډیر شمیر دین پلورلي بیغیرتان په چوپړکې دي .
البته د پروني اونني قیام ترمنځ دومره توپیردی چې پرون د اشغالګرو شورویانو پرخلاف ټولې نړۍ د افغانانو د جهاد په ملاتړ سربیره یې له هغه سره پوځي او سیاسې مرسته کوله ، خونن بیا برعکس د امریکایانو د اشغال په مقابل کې ټوله نړۍ د امریکایانوپه ملاتړ کې د مجاهدینو پرخلاف ولاړه ده .
نړیوال څه چې پروني ځیني هغه سست عنصره اشخاص چې ځان یې د شورویانو پر خلاف د جهادي صف لومړۍ درجه متعهد مبارزین معرفي کول نن له ډیره بده مرغه د صلیبي اشغالګرو د مدافعینو په لومړي صف کې ولاړدي او دخپل مسلمان ولس پر خلاف امریکایانوته دخپل غیرتي ولس د ځپلو اوله منځه وړلومشورې ورکوي .
لِيَمِيزَ اللّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىَ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعاً فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (الانفال۳۷)
پرون که دوه قطبې نړۍ په شورویانو باندې د افغان دجهاد بریا د شلمې پیړۍ معجزه بلله خونن په یوې قطبي نړۍ کې په مغرورو امریکایانو او د هغوئ پرایتلافیانو باندې د افغان مجاهد ملت برلاسي د یویشتمې پیړۍ بله داسې حیرانوونکې معجزه ده چې د باطل دپلویانو له ټول انکار سره سره د هغوئ ټول پوځي اوسیاسي ماهرین ورباندې په زغرده اعتراف کوي … والفضل ماشهدت به الاعداء
په پای کې دي د حوت د دریمې تاریخي ورځې د شهیدانو کارنامې ژوندۍ ، اومبارکې ارواګانې دې په اعلی علیین کې خوښې اوسوکاله وي . امین یارب العالمین.
د نن ټکی آسیا سرمقاله