نړۍ

د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د افغان میرمنو سره څه وشول؟ تفصیل

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۶ل): د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د تداوي لپاره راغلي دوه مېرمنو سره د بد چلند په تور نیول شوی افسر «اکرم علي شاد» محکمې په ضمانت خوشي کړی دی او د پاکستانۍ ورځپاڼې «امت» د راپور سره سم د نوموړي پر ضد کیس کمزوری شوی دی، ځکه چې دوه افغان مېرمنې بیرته خپل هیواد ته تللي دي.

خو په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه پيښه دوی په جدي توګه تعقیبوي او کوشش به کوي چې مجرم افسر ته سزا ورکړي.

ددې تر مخه پاکستاني رسنیو خبر ورکړی وو چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د هوايي ډګر یوه افسر د افغان مېرمنو سره بد چلند کړی دی او د جنسي تیري هڅه یې باندي کړې ده.

اکرم علي شاد په اسلام اباد هوايي ډګر کې د «ایف آی ای» افسر دی، نوموړي د روانې میلادي میاشتې جون پر دوهمه باندي د کابل څخه اسلام اباد ته راغلیو دوه مېرمنو سره بد چلند کړی او پر یوې مېرمنې يې د جنسي تیري هڅه کړې ده چې له امله یې نوموړی له دندې شړل شوی او پر ضد یې په محکمه کې دوسیه پرانیستل شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي چودري دغه پېښه غندلې ده او ویلي چې دا به د پاکستان د نوري بدنامۍ سبب وګرځي.

د تفصیلاتو سره سم د جون پر دوهمه دوه افغان خویندي «زهره او هایله» د کابل څخه اسلام اباد ته په پې آي ای کې ورسیدلې، خو هلته د هر څه قانوني اسنادو او ویزو سربېره د ایف آی ای افسر هغوی تر ۵ ساعتونو پوري انتظار کړلې او بالاخیره یې دواړې خپل دفتر ته ور غوښتې او یوه یې د پاسپورټ را وړلو په بهانه بیرون ایستلې او بیا یې دروازه بنده کړې ده او پر پاتې میرمنې يې د جنسي زورونې په موخه برید کړی. خو میرمنې چیغې کړي او پر میز پروت زنګ څخه یې په استفادې د هوايي ډګر نوره عمله را خبره کړې او خبره رسوا شوې ده.

د راپور سره سم کله چې پاکستاني افسر دروازه خلاصه کړې، او خلک راغلي دي، ټولو هڅه کړې چې دا خبره پټه کړې او میرمنو ته اجازه ورکړي چې په خاموشي سره له هوايي ډګره څخه ووځي، خو هغوی نه ده منلې او رسما یې په پولیسو کې شکایت درج کړی دی.

تېره ورځ ځینو راپورونو داسي هم لیکلي وه چې د افغان میرمنو د انتظار او بیا د پيښې وروسته د هوايي ډګر نورو کارکوونکو پر هغوی خندل، چې له امله یې داسي ګمان هم کیدلای شي چې ورته پيښې به مخته هم شوي وي وی او د هوايي ډګر کارکوونکي د ورته پيښو سره عادې شوي دي.

د پاکستاني رسنیو له قوله د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د ایف آی اې اسسټنټ ډایرکټر اکرم علي شاد د فروري میاشتې څخه په اسلام اباد کې په کار ګمارل شوی وو، نوموړی ددې پيښې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي چودري له لوري له دندې ګوښه شو او بندي شو.

باید وویل شي چې د پاکستان په هوايي ډګرونو کې د افغانانو سره د بد چلند دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تل د افغان پاسپورټ لروونکو سره په هوايي ډګرونو کې سپک چلند کیږي، زورول کیږي، په یوه او بله بهانه ځیني پیسې غوښتل کیږي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال ددې پيښې په اړه تر نن ورځي (جون ۸) خاموشي غوره کړې وه، خو نن ورځ چې د خالد امیري (ژورنالیست) له لوري پر ټویټر وپوښتل شو، نوموړي وویل: دا پېښه په جدي توګه مونږ تعقیب کړې ده، مونږ به دغه دوسیه تعقیبوو تر څو مجرم افسر په خپله سزا ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x