نړۍ

په بلغاریا کې مړه او ټپي افغان مهاجر یوه میاشت وروسته هم بې سرنوشته پراته دي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۶ل): د تیري میلادي میاشتي جون پر ۴مه نیټه په بلغاریا کې د مهاجرو افغانانو یو موټر د یوې ترافیکي پيښې سره مخ شو چې له امله یې لږ تر لږه شپږ تنه افغانان مړه او اته نور ټپیان شول چې په هغو کې د دوه تنو روغتیايي وضعیت ډیر خراب وو.

د پيښې څخه ژغورل شوي افغانان وايي چې په بلغاریا کې پر دوی باندي هیڅ چا پوښتنه نه ده کړې.

په اروپا کې یو مدني فعال شکرالله لودین پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې که څه هم په بلغاریا کې د افغانستان سفارت چارواکې په دغه پېښه خبر شوي دي او د روغتون له لوري تلیفون هم ورته شوی، خپله ټپي افغانانو ورته د مرستې لپاره تلیفونونه کړي دي خو په وینا یې یوه میاشت او زیاته موده وروسته هم ناروغان او مړي بې سرنوشته پراته وو، ټپیان هیڅ نه پوهیږي چې په دغسي ناوړه حالت کې اوس څه وکړي.

یو ټپي شوی افغان ځوان چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ دی، په مرکه کې وايي چې شپږ تنه وژل شوي او اوس هم په یخچالونو کې پراته دي، هیڅ څوک نشته چې ددغه مړو پوښتنه وکړي او د هغوی جسدونه خپل هیواد ته انتقال کړي.

شکرالله لودین چې تېره ورځ بیرته لندن ته ورسید، په فیسبوک کې لیکلي چې «د برتانیې څخه په ځانګړي ډول د همدې پيښې د څیړلو په موخه تللی وم، هلته مي مړي له نیژدو ولیدل، د ټپيانو پوښتنه مي وکړه، او ټول هغه قانوني اجراءات مي پوره کړه چې له مخې یې باید مړه شوي افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته انتقال شي.

بلغاریا: هغه روغتون چي ټپيان او مړي په کښي پراته دي – انځور شکرالله لودین

نوموړی وایی چې ټول کار می وکړ او بیا مي د پولیسو له لاري په مکرر ډول د افغانستان سفارت چارواکې را وغوښتل او دغه موضوع مي ورسره شریکه کړه، نور زه بیرته برتانیې ته ځیني راغلم، تمه لرم چې اوس پاته کار به د سفارت چارواکي وکړي».

شکر الله لودین وايي چې د مړو او ټپيانو پيژندګلوي يې کړی او د کورنیو سره یې اړیکه ور جوړه کړې، خو د دوه مړو قریبانو سره تر اوسه هم اړیکه نه ده ټینګه شوې.

نوموړی وایی چې په دغه ترافیکي پېښه کې پاکستانیان هم وژل شوي وه خو د پاکستان سفارت خپل د وژل شویو اتباعو جسدونه په ۳ ورځو کې دننه بیرته خپل هیواد ته انتقال کړه خو د افغان اتباعو جسدونه په بلغاریا کې د افغان سفیر د بې کفایتي او نه پاملرنې له امله یوه میاشت وروسته هم په یخچالونو کې پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx