نړۍ

طالبان په منځنۍ افریقا کې د مسلمانانو روانه عام وژنه په کلکه غندي

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په منځنۍ افریقا کې د مسلمانانو وروستۍ ډله ییزې وژنې په کلکه غندلې او د اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړیوالو سازمانونو څخه یې غوښتي دي چې د دغه هېواد پر مسلمانو اوسېدونکو د روان ظلم او انساني فاجعو په ختمولو کې جدي او رغنده ګام واخلي.

د منځنۍ افریقا د مسلمانانو د عام وژنې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

وَلَوْلا دَفْعُ اللهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيراً وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ(الحج:40)
له تیرو دریو میاشتو راهیسې په منځنۍ افریقاهیواد کې د مسیحي  جنايت کارو جنګالیو له خوا د دې هیواد د مسلمانانو عام وژنه جریان لري چې تر اوسه پکې په لسګونو زره مسلمانان وژل شوي ، او په میلینونو نور ددغه وحشي جنايتكارو د مظالمو له لاسه د سیمې پریښودو ته اړیستل شوي دي.

کوم زړه بوږنوونکي تصویرونه چې د رسنیو لخوا اخیستل شوي په هغو کې ښکاري چې محلي وحشي  جنګیالي د لارو په سر، په کلیو، تجارتي مارکیټونو او حتی مذهبي مراکزو او عبادت ځایونوکې په ډیره بیرحمۍ سره مسلمانان وژني ، او له وژلو وروسته يي په جسدونو اورونه بلوي!

له بده مرغه چې د غه ټول وحشي جنایتونه د ټولې نړۍ په وړاندې په داسې حال کې  تر سره کېږي چې هېڅ هېواد، نړیوالې او د بشري حقونو ټولنې، چې تل د انسانيت او بشریت د ژغورنې او ساتنې دعوې کوي، ددغه بشري ناورین د پای ته رسولو په اړه  عملي ګامونه نه اخلي!  کوم څه چې نوموړي وحشي جنایتکاران نور هم د خپلو جنایتونو په تر سره کولو کې زړور کوي!

د منځنۍ افریقا د مسلمانانو عام وژنه او له خپلو سیمو څخه د هغوئ اجباري مهاجرت د دې ترڅنګ چې د تاریخ تر ټولو وحشیانه جرم ګڼل کیږي په ټوله افریقايي کره کې د مسلمانانو او مسیحیانو سوله ییز ژوند اویو دبل ترڅنګ اوسیدنې  ته لوی خطر دی او ددې لامل ګرځي چې دغه فتنه ټولې افریقايي قارې ته سرایت وکړي او هغه مسلمان او مسیحي ولسونه چې کلونه کلونویې د یو اوبل ترڅنګ ګډ ژوند کړی یو دبل پرخلاف په جګړو او تاوتریخوالي لاس پوري کړي.
 

لهذا  اسلامي امارت په داسې حال کې چې د منځنۍ افریقا له دغه مظلومانه حالت نه د مظلومو مسلمانانو ژغورل  د ټولې نړۍ انساني او اخلاقي، او د اسلامي امت شرعي او ایماني مسولیت بولي، ددې وحشي  ملیشو په لاس د هغوئ بیرحمانه وژنه په  ډیرو کلکو تورو غندي, او په ځانګړي ډول په اسلامي کنفرانس، دملګرو ملتونو په مؤسسې، دبشري حقونو د دفاع په کمیټې،  افریقايي اتحاد او په واتیکان کې د مسیحیانو په تر ټولو لوړ مذهبي مشر پاپ فرانسيس باندې غږ کوي چې په منځنۍ افریقا کې د مسلمانانو د ټول وژنې په مخنیوي کې اقدام وکړي او په دې اړه خپل اخلاقي  او انساني مسؤلیت سرته ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۴/۲۲هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۳هـ ش ــ 2014/2/22م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x