افغانستاننړۍ

اسلام اباد: پولیسو له یوه افغان سره ۲۳ پاسپورتونه نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۶ل): د اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر پولیسو له یوه افغان تبعه چې له اسلام اباده کابل ته روان و، ۲۳ پاسپورتونه نېولي دي.

د اسلام اباد هوايي ډګر مسوولینو ویلي چې پر دغو پاسپورتونو د جاپان ویزې لګیدلي، ۲۲ یې د افغان چارواکو او ۱ یې هم د عام افغان دی.

راپور زیاته کړې چې عظیم الله نومې افغان د څارګرې ادارې په لارښونه پولیسو نېولې ده او د نورو څېړنو لپاره د پاکستان مرکزي څېړنیزې ایجنسۍ ته په لاس ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د اسلام اباد هوايي ډګر دوه افغانې جنسي ځورولي دي.

تر هغه وروسته چې په رسنیو کې دغه قضیه خپره شوه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مسوول چارواکی له دندې ګوښه کړ او د هغه د نېولو امر یې وکړ.

د پاکستان په هوايي ډګرونو کې د افغانانو سره د بد چلند دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تل د افغان پاسپورټ لروونکو سره په هوايي ډګرونو کې سپک چلند کیږي، زورول کیږي، په یوه او بله بهانه ځیني پیسې غوښتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x