سپينې ماڼۍ دفاع وزارت ته د اضافي ځواکونو محدودیت ټاکلی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشریزي ماڼۍ که څه هم مخکې دفاع وزارت ته د اضافي ځواکونو بشپړ واک ورکړی وو، خو وروستي خبرونه وايي چې دغه واک یې اوس محدود شوی دی.

په افغانستان کې امریکايي جنرالانو د ۳۰۰۰ څخه بیا تر ۵۰۰۰ پوري د اضافي ځواکونو غوښتنه کړې ده او د همدې غوښتنې پر اساس ولسمشر ټرمپ دفاع وزیر جیمس ماټیس ته د اضافي ځواکونو اختیار ورکړی وو، خو د امریکايي ورځپاڼې «وال سټریټ ژورنال» د راپور سره سم تېره ورځ د سپينې ماڼۍ د ملي امنیتي سلاکار مک مسټر دفاع وزارت ته یو یادښت لیږلی دی او ورته واضحه کړې ده چې تر ۳۹۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته نه شي لېږلای. که یې لیږي، نو ماټیس باید لومړی د سپينې ماڼۍ څخه اجازه واخلي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور سره سم دفاع وزارت ته د یادښت په رسیدو ټول چارواکي حیران شول ځکه چې هغوی داسي ګمان هم نه کاوه چې سپينه ماڼۍ به ورته محدودیت وټاکي.

د ملي امنیت مشاور مکمسټر په دې اړه رسنیو ته د څه ویلو څخه ډډه کړې ده او د پنټاګان ویاند ډانا وایټ هم د سري یادښت په اړه د څه ویلو څخه ډډه کړې ده.

ددې تر مخه ویل کېدل چې دفاع وزیر جیمس ماټیس غواړي افغانستان ته ۴۰۰۰ اضافي عسکر ولیږي او اختیار لري چې په دغه شمېر کې کمښت او یا زیادت راولي.

د یادونې وړ ده چې جمس ماټیس او نور پوځي جنرالان چې په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو قومانده هم کړې، په دې وروستیو کې په ښکاره وايي چې تر اوسه په افغانستان کې ددوی ټولې ستراتیژۍ ناکامي شوي دي، ځکه د اضافي ځواکونو تر څنګ اوس یوې بلې نوي ستراتیژۍ ته اړتیا ده تر څو د افغانستان اوسنی وضعیت یو ځل بیا د امریکایانو او افغان حکومت په ګټه شي.

د ملګرو ملتونو او امریکايي سرچینو په حواله له هغه وروسته چې په کال ۲۰۰۱ کې طالبان واکه لیري شول، تر بل هر وخت زیاته ځمکه په کنټرول کې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د