افغانستان

خوستیانو د امریکايي ځواکونو څخه غوښتي چې تړلې لاره یې پر مخ خلاصه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۶ل): نن د شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو په یوه رسنیز کانفرانس کې د امریکایانو څخه وغوښتل چې ددوی له نظامي اډې سره تېر شوی سړک د ولس پر مخ خلاص کړي.

دغه سړک دوه میاشتې تر مخه هغه مهال وتړل شو کله چې پر یوې امنیتي پوستې سرتیری برید وشو چې له هغه راهیسي امریکایانو د ترافیک پر مخ تړلی دی.

د ځايي سرچینو په وینا د زاړه هوايي ډګر تر څنګ تېر شوی دغه سړک د «ځاي میدان، باک، صبري او یعقوبي، تریزایی، لکڼو او شمل» اوسیدونکي ښار ته د تګ راتګ لپاره کاروي، خو اوس چې بند شوی، خلک مجبور دي چې دفرعي لارو څخه استفاده وکړي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د خوست ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د امریکایانو څخه وغوښتل چې یا خو دي دغه لاره خلاصه کړي او یا دي پر بل بدیل غور وکړي، کنه د ولس د سخت غبرګون سره به مخ شي او ولس به قیام وکړي.

نوموړي د مرکزي حکومت څخه هم وغوښتل چې دغه مسله دي جدي تعقیب کړي او د ولس ستونزه دي ور حل کړي کنه ددوی پر ضد به هم ولسي قیام وشي.

د ولایتي شورا یوه بل غړي قمر علي لکڼوال وویل چې امریکايي ځواکونو او ګډحکومت ته ۱۰ ورځې وخت ورکوي چې دغه لاره پرانیزي کنه دوی به ولسونو ته مراجعه وکړي، که یې بیا عواقب هر څه وه، مسؤولیت به یې د دولت پر غاړه وي.

باید وویل شي چې په ورته توګه په ننګرهار ولایت کې هم د تیري روژې راهیسي د هوايي ډګر سره تېره شوې لاره تړل شوې چې له امله یې پر دغه لاره تلونکي مسافر او موټر چلوونکي له سختو کړاوونو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x