muqatil syria

که د ایران مرستې نه وای، د سوريې نظام به ډیر مخکي پرځول شوی وای

نن ټکی آسیا: د برتانیې څخه خپرېدونکې ورځپاڼه ټیلیګراف وايي که د سوریې د حکومت سره د ایران مالي او عسکري کومک نه وایی، د بشار الاسد نظام او فوځ به ډیر تر مخه خپل واک د لاسه ورکړی وای، او دغه نظام به ړنګ شوی وای.

د ورځپاڼي په وینا ایران سوریا ته وسله، عسکري آلات، جنګیالي او د جګړې او تدریب لپاره هلته خپل عسکري روزونکي او کارپوهان لیږي، تر څو استخباراتي معلومات را ټول کړي، او د بشار الاسد ځواکونو ته روزنه ورکړي.

او زیاتوي چي کله په ژینوا ۲ کي د بشار الاسد د حکومت او مخالفینو تر منځ مذاکرات کیدل، نو د ایران د عسکري، استخباراتي، او مالي کومک له وجي د بشار الاسد له خوا پر مذاکره چیانو هیڅ نوعه فشار نه وو، او هغوی هر څه په بی پروايي سره کول، خپل پر موقف ټینګ ولاړ وه، او هیڅ نوعه تنازلات یې نه وړاندي کول.

د ورځپاڼي په وینا ایران سوریا ته القدس په نامه غونډ څخه په سلګونو عسکري کارپوهان لیږلي، په کومو کي چي ځیني لوړ رتبه جنرالان هم شامل دي، تر څو هلته استخباراتي معلومات ټول کړي، د بشار الاسد فوځونه د جګړې مرکزونو ته سوق کړي، او د جګړې په اوږدوالي کي رول ولوبوي.

او زیاتوي چي د جګړې تر مخه ایران په سوریا کي د دوه زره څخه بیا تر درې زره فوځ درلود، تر څو هلته سیمیز ځواکونه تدریب کړي، او ګاونډي هیواد لبنان کي شیعه ډلي حزب الله ته وسله او پيسې د ضرورت په وخت کي ولیږدوي، خو په سوریا کي د ولسي پاڅون وروسته ددې ځواکونو شمېر تر لسو زرو زیات شو.

ټیلیګراف وايي چي ایران خپل د نظام د بقاء لپاره او همداسي په سیمه کي د خپل وجود او ګټو د خوندي کولو لپاره د بشار الاسد نظام ساتنه یو حتمي کار بولي، او ویره لري چي د بشار الاسد د نظام د ړنګېدو وروسته به په ایران کي ددوی خپل نظام ته خطر جوړ شي.

او زیاتوي چي د ایران د هستوي پروګرام له وجي په ایران باندي که څه هم نړیوال اقتصادي بندیزونه لګېدلي، او اقتصاد یې ډیر کمزوری دی، خو بیا هم هغوی په ملیاردونو ډالر د سوریا د نظام سره کومک کړی، او د هغوی مالي ملاتړ یې کړی.

باید وویل شي چي په سوریا کي د څلورو کالو راهیسي د حکومت او پاڅون کونکو وسلوالو تر منځ جګړه پیل شوې، چي له کبله یې تر یو لک او دیرش زره زیات انسانان تر اوسه وژل شوي، په ملیونو ګاونډی هیوادونو او هغو سیمو ته مهاجر شوي، چی جګړه په کښي نسبتا کراره شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د