افغانستان

د کندهار خلکو اندېښنې او د پولیسو له لوري بې محکمې وژنې / انځورونه او تفصیل

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۶ل): د روژې میاشتې پر ۱۷مه نېټه پر ټولنیزو پاڼو باندي د مدني فعالانو له لوري خبر خپور شو چې د کندهار ښار دوه ځوانان سید علي ولد شیرعلي او مولوي سیف الله پولیسو ونیول، خو شل ورځې وروسته همدا ځوانان د کندهار ښار په حاجي عرب سیمه کې په داسي حال کې مړي وموندل شول چې توفنګچې یې په لاس کې ورکول شوي وې.

پولیسو او د کندهار خبریالانو ادعا وکړه چې وژل شوي کسان د پولیسو سره په جګړه کې ووژل شول خو کله چې یې کورنیو جسدونه ترلاسه کړل، داسي نه برېښېده لکه دا ځوانان چې تازه وژل شوي وي، بلکې اونۍ تر مخه تر سختو شکنجو لاندي وژل شوي او داسي باندي ښکارېدله لکه په موټرو پسي چې کش شوي وي، د مدني فعالانو په وینا په موټر په سي د بندیانو کشونه د جنرال رازق د قومندانانو د خوښي وړ مشغله ده.

د کندهار ولایت څخه د چاپېدونکې اونیزې پخوانی مرستیال او بهر میشتی مدني فعال محمد سلطان شریفي نن ټکی اسیا ته وویل چې سیدعلي ولد شېرعلي په قوم الکوزی وو، د روژې میاشتي پر ۱۷مه نېټه د رفیقي صحت مارکیټ څخه د کندهار ښار د دوهمې ناحیې قومندان ناني ونیوی او په همدې ورځي يې دوه نور ځوانان مولوي سیف الله او مولوي عطاء الله یو د خپل کور څخه او بل د خپل مسجد څخه ونیول، چې هغه وخت هم دوی خبر نشر کړی وو.

شریفي نن ټکی اسیا ته وویل چې قومندان نانی په کندهار ښار کې په ځانګړي ډول ډیرې وژنې کوي، په روژه کې د نیول شویو ځوانانو څخه یې سیدعلي او مولوي سیف الله په بندي خانه کې تر شکنجو لاندي ووژل او بیا یې د هغوی جسدونه په ښار کې وغورځول خو د دریم کس مولوي عطاء الله په اړه تر اوسه هیڅ معلومات نشته چې هغه به په کوم حالت کې وي.

شریفي چې په ځانګړي ډول د کندهار امنیتي پيښې او د امنیه قومندان رازق له لوري د بشر ضد جنایات څاري، نن ټکی اسیا ته وویل چې نوموړی په نوم خپل مخالف نه پریږدي، په ښار کې یې خپل جاسوسان خوشي کړي، څوک د دولت سره د مخالفت له وجي، څوک د زیاتو پيسو لرلو له وجې او څوک د قومیت او نورو سیاسي اختلافونو له وجي په رڼا ورځ د کورونو، مارکیټونو او مسجدونو څخه نیول کیږي او بیا یې یو څه وخت درک نه وي، بیا یې د مرګ خبر راشي چې جسد یې یا د ښار په کومه کوڅه کې په ګونۍ کې بند وموندل شي او یا هم په لښتیو کې غورځول شوي او یا په صحراوو کې غورځول شوي وي.

شریفي نن ټکی اسیا ته هغه انځورونه هم را ولیږل چې د شیر علي د مرګ وروسته یې تر لاسه کړي وه، خو داچي په څه توګه یې ترلاسه کړه، نوموړي د معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه ځکه چې په وینا یې که زما سرچینې رسوا شي، رازق او د هغه کسان به یې سمدستي بندیان کړي او یا به یې په یوه او بله بهانه ووژني.

نوموړي وویل چې شیرعلي جسد په داسي حال کې کورنی ته وسپارل شو چې لاسونه او پښې يې له بندونو ختلې وې، پښتۍ یې ماتې وې، د سر یوه برخه یې نه وه او ماغزه یې ښکارېده چې د ځمکې واښه په ګډ شوي وي، د مخ پوستکی یې څیري وو، او نور ټول بدن یې ټوک ټوک وو.

او زیاته یې کړه که چیري دغه ځوان په ډزو وژل شوي وی لکه څرنګه چې پولیس ادعا کوي نو بدن یې ولي داسي ټوک ټوک وو؟ ولي داسي ښکاریدی لکه په موټر پسي چې کش شوی وي؟.

د عبدالله قندهاري په نامه یوه فیسبوکي فعال لیکلي: «زه او سیدعلی په یوه کال کې دولسم صنف څخه پارغه شوو خدای تعالی دي شهادت قبول کړی عجبه ښه ځوان و عجبه ښایسته خوینه یي درلوده عجبه پاک مسلمان وو چې سیدعلی مرګ چي پرما دونه تاثر وکي دا به د هغه کورنۍ څنګه وي یا خدای یي کورنۍ ته صبر جمیل ورکړي»

سیف الله هم تر بندي کېدو وروسته په شکنجو وژل شوی

باید وویل شي چې د سیدعلي معلومات ځکه رسنیو ته را ووتل چې د نوموړي کورنۍ د څه ناڅه سیاسي نفوذ څخه برخمنه ده، ځکه یې هم جسد کورنۍ ته په مفته وسپارل شو خو د مولوي سیف الله په اړه ویل کیږي چې د کورنۍ څخه یې ۲ لکه افغانۍ غوښتل شوي وې تر څو جسد تر لاسه کړي او خښ یې کړي. خو لا دا معلومات هم نه دي شوي چې هغوی د خپل مړي جسد بالاخیره د پیسو په بدل کې تر لاسه کړی دی او کنه، ځکه چې د شریفي په وینا د قومندان رازق د وحشت سایې په کندهار کې پر هر کور خپرې دي او هیڅ څوک ددې جرآت نه شي کولای چې دداسي پيښو په اړه معلومات چاته ورکړي.

د عطاء الله په نامه دغه ځوان تر اوسه د مرګ او ژوند درک نسته

د کندهار ولایت یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې په ښار کې هیڅ داسي یو کلی او مسجد نسته چې هلته دي د قومندان رازق د پولیسو له لوري څوک وهل شوي، ډبول شوي او وژل شوي نه وي، نوموړی وايي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو پورته کول او بیا یې په شکنجو کې وژل یو ځل بیا ډیري شوې چې له امله یې د کندهار ښاریان په اندېښنه کې دي، هره کورنۍ چې په کور کې ډېر ځوانان لري، منتظر دي چې کله به پر دوی د غم ټغر غوړیږي او کله به ددوی وار راځي.

باید وویل شي چې د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال رازق نوم څو ځله د حقوق بشر نړیوالو موسسو په راپورونو کې راغلی او نوموړی په بې محکمو وژنو او شخصي زندانونو لرلو باندي متهم شوی دی، خو پر هغه سربېره د کتونکو په بارو تر څو چې امریکایان جنرال رازق د کندهار لپاره وړ کس بولي، تر هغو یې کندهاریانو ته بېله زغملو بله چاره نشته او یا داچي پر ضد یې ولسي پاڅون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x