online mushaira9

د آن لاين مشاعرې دلرۍ نهمه (۹) مشاعره

د 2014 ميلادي کال  د دوهمې  مياشتې په  20 شلمه نېټه د تېري جمعې مبارکې شپه وه د احسان الله  الهام د فیسبوک په دېوال  ( پاڼه ) د انلاين مشاعرې د لړۍ  نهمه   ( 9 )   مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې و ومحترمو ګډونوالو شاعرانو ته دقاري سعيد صاحب لاندي بيت د مطلع په توګه ټاکل شوی وو.

انقلاب  راڅخه  بيا  سرونه  غواړي
دا ځل  ښه قيمت  بها سرونه غواړي

ملګرو شاعرانو  يو ځل بيا خورا په زړه پوري  بيتونه   ليكلي دى ، دا چې بيتونه ما شا ء الله  ډير زيات دي  نو يو څو بيتونه يې  له تاسو  سره  دلته شريکوو.

صالح غزنوی
دښمنانو زمونږ په کوریرغل راوړی
دطالب اودملاسرونه  غواړی

عبدالله خالد
انقلاب هسی په دوه  او فینځو ندی
څپاند سیند دی دا بلاسرونه غواړی

سيداحسان الله الهام
 له رقيبه جنګه ګټل څه وړيا نه دى
دانېك نوم او دابريا سرونه غواړي

اتليار واکمن
ټوليو رانه په خوښ ګلالي وړي
داسي نه چي دهرچا سرونه غواړي

امیدالرحمن رحمانی
 خير كه  سر زما پری لا ړشي پروا نشته
پاكه مينه خا مخا سرونه غواړي

Sabir Kharoti
موږ په څه سختو حالاتو كي ساتلي
دا ظالم رانه وړيا سرونه غواړي

میدانوال سنګری
 اې الهامه په مسكابه ورځو دواړه  
ننګ ګټل مو  په خندا سرو نه غواړی

حلميار فطرت
 دتیارو قافلي بیا راغلي چم ته
دادستورو او رڼا سرونه غواړي

سمیع الله منصور
 رارواني دي بلاوي زموږ خواته
خداي خبر چي بيا دچا سرونه غواړي

Rahmatullah
دا خو هسی له دی شاره بیر ته نه زی
دا په شپه او په رڼا سرونه غواړي

صالح غزنوی
 په کراره په خبروباندي نشي
ازادی زمااوستاسرونه  غواړي

سيداحسان الله الهام
 هسې نوم پرې دناټو پروت دى ملګرو
بيا راغلې ده وبا سرونه غواړي

عبدالله خالد
هلی توري ده نیکونو مو تیرې کړئ
داغربیان مو ده حیاسرونه غواړي

اتليار واکمن
 قربانئ ته  تل تیاراوسئ ځوانانو
انقلاب ده په رښتيا سرونه غواړي

صالح غزنوی
ډير سرونه په سجده ورته پراته وي
پاك الله مو بې ريا سرونه غواړي

عبدالله خالد
بیا شروع دی امتحان ده سنګرونو
له ممبره ده ملاسرونه غواړی

اتليار واکمن
لا يې تنده ماته نه ده په سرو وينو
خونخور دور خامخا سرونه غواړي

حلميار فطرت
 دغفلت له خوبه پاڅئ سهارګاه ده
د ښکلا شمعه هرګا سرونه غواړي

عبدالله خالد
داپه سرو لمبو کی اوړی چی را اوړی
ده وطن مینه تل داسرونه غواړی

سيداحسان الله الهام
 دا په سوله او جرګونه قراريږي
دا كافر رانه آشنا سرونه غواړي

اتليار واکمن
چی دکبراو غرور څخه  خالي وي
زما رب تل بې ريا سرونه غواړي

حلميار فطرت
 دمرګ غیږي ته ورتلل په خندا خوند کړي
د دار پړی په خندا ســــرونه غـــواړي

عبدالله خالد
 انقلاب ته هرسوک هم ده ټینګی ندی
ده خوشحال او احمدشاه سرونه غواړی

حلميار فطرت
 دوطن دمور مو بیا پړوني نشته
دوطن مور مو نن بیا سرونه غواړي

عبدالله خالد
 رقیب غل دی لوپټی ده خپلواکی ته
نن یه واردی زما اوستا سرونه غواړی

سيداحسان الله الهام
بشر دوست نه دى غليم دى بشرخور دى
بس وژل يې زما اوستا سرونه غواړي

امیدالرحمن رحمانی
جنګ دميني پهخاطر كوم رقيبه
خير دى خير كه اژدها سرونه غواړي

حلميار فطرت
 ازادي هم دسرونو په سودا ده
سوله سپینه شالیلا سرونه غواړي

عبدالله خالد
هلی ننګ دی په وطن او په اسلام مو
له بادشاه او له ګدا سرونه غواړی

ابو القاسم احمد
 افغانانو ننګ په دین وطن شروع کړی؟
 هر یو ننګ جدا جدا سرونه غواړی

سيداحسان الله الهام
 غازيان هسك ږ دي په وفاباندي سرونه
كنې خم ورنه جفا سرونه غواړي

صالح غزنوی
داپه ژوندچي په سرسپينه ټوټه تاوكړي
دجنت حوری همدا سرونه غواړي

عبدالله خالد
دا په لافو باندي نه كيږي غليمه
داسنګردی فه ریشتیا سرونه غواړی

Sabir Kharoti
پاكه مينه څه آسانه غوندي نه ده
دمنصورغوندی وينا سرونه غواړي

عبدالله خالد
 فه دی یو اسیاکی تم نه یو رقیبه ـ
نن مو وروڼه تربرما سرونه غواړی

امیدالرحمن رحمانی
 دمجنون غوندی یم خوش په  زولنو کی
هره مينه نن سبا سرونه غواړي

سيداحسان الله الهام
 دايمان مينه جنون ته اړه نه ده
قربانئ كي داليلا سرونه غواړي

Hasham Jan
اې ملګرو حوصلې چي ماتې نه كړئ
انقلاب خوخامخا سرونه غواړي

Sayed R Zourmall
 داطالب اودملا خبری نه دی
دا فرمان دپاک الله سرونه غواړی

انقلاب دى هره ورځ جګړه كيږي
يو نن نه دى سبا بيا سرونه غواړي

ابو القاسم احمد
دا غربیا ن په خوښی نه وځی ملګرو؟
 تابوتو کی بی بها سرونه غواړی

سمیع الله منصور
 انقلاب دى اې ملګرو را بيدارشئ  
په جفا نه په وفا سرونه غواړي

عبدالله خالد
خدایه شکربه دی سنګه زه اداکړم
چه سنګر له عبدالله سرونه غواړی

اتليار واکمن
شاعري وړه خبر نه ده واكمنه
ډك له فكره نا آشنا سرونه غواړي

سمیع الله منصور
 بسترو كي په خوبونو باندي نشي
انقلاب خو په صحرا سرونه غواړي

Hasham Jan
دا تېرى كه ورك ول غواړي ملګرو
استقلال دى سپين سبا سرونه غواړي

Sabir Kharoti
په دې نيمه شپه كي بيا چيغي نارې دي
پدې توره شپه دچا سرونه غواړي

سمیع الله منصور
 انقلاب دی هسي خوشي قيصي ندي
په ژڑا نه په خندا سرونه  غواړی

جوش خوشامند
خوشا منديم  آزادي له دنيا اخلم
په سلګونو په زرها سرونه غواړي

سيداحسان الله الهام
  په رضا نه  اخلي لاس رانه  الهامه  
 دغربيانو شړل  بيا سرونه  غواړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د