دیني، سیرت او تاریخ

له پرديو ښځو سره يوازېتوب د شریعت له نظره‎

 مفتي نقيب احمد حمیدي

ځیني دوستان چې په بهرنيو کفري هیوادونو کې استوګنه کوي هغوى هلته تر نکاح کولو مخکې له هغو پرديو نجونو سره چې له هغوى سره د نکاح کولو اراده لري یوه میاشت شاوخوا ملګرتيا کوي او یو ځای استوګنه کوي
له هغه څخه وروسته که هغوى سره خوښ شي بیا نکاح کوي

خو دا زموږ په سپيڅلي دین کي سخت ناروا عمل ده
اسلام مسلمان ته دا اجازه نه ورکوي چي له پرديو نامحرمو ښځو سره خلوت (يوازېتوب)
وکړي ځکه دا د بېلابېلو ناروا کړنو لامل ګرځي

رسول الله «صلی الله عليه وسلم» فرمایي :

عن ابن عباس عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ((لا يخلون رجل بامرأة إلا مع ذي محرم……… ))الحديث.
صحیح البخاري «5233»

عن أبي معبد قال: سمعت ابن عباس يقول سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يخطب يقول: ((لا يخلون رجل بامرأة إلا ومعها ذو محرم………………. ))الحديث. صحيح مسلم «3336»

ژباړه : نارينه دي له پردۍ ښځي سره يوازېتوب نه کوي مګر که محرم (خپل) یې ورسره وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x