نظــر

د حوت دریمه، دالله اکبر دشپې یاد

د ۱۳۵۸ هـ ش کال ژمی وو ، کابل د موسم او یرغل سړې ګبنې نیولې وو ، د څیلې  زړه په چاودیدو وو ، او دکمونیستي / شوروي ستم چاړه هډوکي ته په رسیدو وه ، په درست هیواد دظلم او اختناق یوې مرګانۍ خپسې وزرې غوړولې وې ، دهمدې ستم او استبداد په اوج کې ناڅاپه دمؤمنو کابلیانو دایمان سمندر په څپو شو ، دحوت په دریمه شپه کابلیانو دخپلو کورونو له بامونو دالله اکبر ملکوتي نعرې پیل کړې ، دتکبیر نعرو دکابل په ځلیدونکي اسمان کې انګازې وکړې ، دآسمایي غره له پرښو سره راغبرګې شوې ، درست کابل یې په سر واخیست ، د تکبیر دغه ښار

شموله انګازې دومرې پراخې او تصادفي وې ، لکه دیوه منظم پروګرام له مخې چې هرڅه ترسره شوي وو ، مګر نه دا هرڅه تصادفي وو ، الله تعالی په هغه شپه  دخپلو ټولو مؤمنو بندګانو زړونو ته القاء کړې وه ، چې دتکبیر  نعرې ووهي او په دې توګه په وطن راغلي فرعون صفته طاغوت ته خپل عقیدوي غبرګون څرګند کړي .

دحوت ددریمې په شپه نه یوازې دکابل اسمان دالله اکبر  زمزمو په سراخیستی وو ، بلکې مرګ برکمونیزم ، مرګ برشوروي  او زنده باده مجاهدین  شعارونه هم په لومړي ځل په جهر سره دهیواد په پلازمینه کې پورته شول .

دا هغه مهال ووچې دکمونیستي کفر او شوروي یرغل په وړاندې دهیواد په ډیرو سیموکې ولسي قیامونه پیل شوی وو ،  چې دکابل مؤمنو ښاریانو په خپل دې قیام سره خپل ایماني او ملي مسؤلیت ترسره کړ او له خپلو نورو هیوادوالو سره یې همنوایي ثابته کړه .

دحوت ددریمې په سهار دکابل ښار په مختلفو سیمو کې دولسي پاڅونوالو لاریونونو دکابل ښار واټونو ته ووتل ، کمونیست رژیم او شوروي ملاتړي یې چې دې سرتاسري ولسي خوځښت سخت وارخطا کړي وو ، په دې باور وو ، چې که قیام کوونکي ونه ځپي کیدالای شي چې دکمونیستانو دواک تخته په بله واړوي ، له همدې امله یې دبې دفاع پاڅونوالو په ځپلو پسې  ټانګونه او توپونه راوایستل  او روسي توپدار هلیکوفتر یې پسې راپورته کړل .

دحوت دریمه دکابل ښار په تاریخ کې یوه بې سارې ورځ وو ، هغه ورځ  چې بې دفاع او نازولي کابلیان په تش لاس  دټانګونو مخې ته ودریدل ، په ډبرو یې دتوپونو او بمبارونو مقابله وکړه ، هیڅ نوع فشار او ستم ته تسلیم نه شول  او ترهغه ساعته  وجنګیدل ، چې نور یې په رګونو کې وینې پاته نه شوې .
دحوت په دریمه دکابل په واټونو داوبو په ځای وینې وبهیدلې ، شفاخانې په ټپیانو ډکې شوې ، او دقیام په تور تورن کابلیان جوپې جوپې دپل چرخي ، دهمزنګ او  دخاد دریاستونو زندانونو ته  واستول شول و چې بیا یې چا د ژوند او مرګ هیڅ خبر وانه ورېد .

دحوت قیام کټ مټ هغه قیام ته ورته وو ، لکه دشاشجاع او انګریزي یرغل په مقابل کې چې  دکابل دخلکو او نورو افغانانو سرتاسري قیام پیل شو ، چې په نتیجه کې یې شاشجاع قتل او انګریزي لښکر دهیواد څخه تیښتې ته اړ شو ، مګر څرنګه  شوروي یرغلګرو او افغاني کمونیستانو  دحوت دپاڅونوالو په مقابل کې له سخت وحشت څخه کار واخیست ، نوځکه دغه قیام خپل نهايي هدف ته ونه رسید ، شورویانو او افغاني کمونیستانو  په ماشومانو ، سپین ږیرو او نورو بې دفاع وګړو باندې درنې وسلې وچلولې ، په کورونو یې  چاپې واچولي او عام خلک یې ډلې ډلې  زندانونو ته واچول ، او نور ډول ډول وحشتونو یې ترسره کړل .

خو دالله اکبر شپې  او دحوت ددریمې قیام کمونیستانو  او ددوی بادارانو ته دا ثابته کړه ، چې دا اولس یوازې دالله تعالی په  خدایي او عظمت  ایمان لري او بل هیڅ خدای دښمنه طاغوت ته سر نه شي ټیټولای ، دحوت قیام په اولس کې یو نوی روح پو کړ ،  دیرغلګر اختناق دزور او رعب طلسم یې مات کړ او  کابل میشتو مجاهدینو ته یې  د جهادي عملیاتو جرأت ورکړ .

اوس چې تاریخي کابل او درست هیواد یوځل بیا دمعاصرامریکایي طاغوت ترولکه لاندې دی او په وړاندې یې دافغانستان په کچه مسلح جهاد روان دی ، دښمن کوشش کوي چې دبیلابیلو تبلیغاتي او کلتوري هڅو په  توسط دافغان مؤمن اولس ایماني جهادي روحیه ووژني ، خو متدین افغانان باید دخپل ویاړمن تاریخ وقائع هیر نه کړي ، او دخپلو اسلافو نقش قدم ټینګ ونیسي .

دحوت قیام موږ ته راښيي چې زموږ عقیده  او خپلواکي په ډیرو قربانیو ارزي ، زموږ  اسلافو ددیني ارزښتونو او استقلال لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې دي ، چې موږ باید خپل دغه افتخارات  وړیا  ونه پلورو ، بلکې په پوره وفادارۍ او ایثار سره ترې ننګه وکړو .

دحق دلارې  مجاهدپاڅون کوونکي دې سرلوړي وي .

مختوري کمونیستان او دهغوی نننی نسل سکیولران دي  سرټیټي وي .

الله تعالی دې حوت د دریمې دشهیدانو شهادتونو او قربانۍ قبولې کړي ، آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x